د معاشي او موسمي خطرو مخنيوي لپاره نظم وضبط او اداره جاتي پياوړتيا بنيادي اهميت لري: د خزانې وزير اورنګزيب د العلا كنفرنس په موقع پينل مباحثه كښې خبرې

اسلام آباد۔9 فروری(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي د معاشي او موسمي خطرو مخنيوي لپاره نظم وضبط او اداره جاتي پياوړتيا بنيادي اهميت لري٬ په پاكستان كښې د مجموعي قامي پېداوار تناسب سره د ټېكسونو شرح لس فيصد څخه كمې كچې څخه په زياتېدو نزدې 12 فيصد ته نزدې شوې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په سعودي عربستان …

اسلام آباد۔9 فروری(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي د معاشي او موسمي خطرو مخنيوي لپاره نظم وضبط او اداره جاتي پياوړتيا بنيادي اهميت لري٬ په پاكستان كښې د مجموعي قامي پېداوار تناسب سره د ټېكسونو شرح لس فيصد څخه كمې كچې څخه په زياتېدو نزدې 12 فيصد ته نزدې شوې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په سعودي عربستان كښې د رامخې ته كېدونكو ماركيټونو معيشتونو لپاره د العلاﺀ كنفرنس په دويمه ورځ د “جړقونو څخه ځپلې شوې نړۍ كښی مالياتي پالېسي” په سرخط په پېنل مباحثه كښې د ګډون كولو په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د خزانې وزير د پاكستان په روان مالياتي پېشرفت ٬ روان اصلاحات او معاشي نمو په ځاے ساتلو سره د مالياتي تحفظ مضبوطولو په تګلاره رڼا واچوله۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د معاشي او موسمي خطرو مخنيوي لپاره نظم وضط او اداره جاتي پياوړتيا بنيادي اهميت لري۔ وفاقي وزير محصولات ترلاسه كولو ٬ قرضه جاتي خطرو كمولو او د ترجيحي پرمختيائي خرڅونو تحفظ سره د معاشي جړقونو په اړه د پاكستان تجربو څخه ګډون كوونكي خبر كړل۔ د مباحثې په مهال د منتظم د پوښتنې په ځواب كښی د خزانې وزير ووئيل د پاکستان مالیاتي تګلاره د تېر وخت پرله پسې ډھانچه جاتي خسارې ٬ د زياتو پورونو د كچې او محدود مالي ګنجائش تر مخه جوړه كړې شوې ده۔ ده ووئيل د تېرو دوو څخه تر درېو كلونو په مهال د ترلاسه شوي پېشرفت محتاط تحفظ زيات مهم پاتي شوے دے۔ ده ووئيل پاكستان پرله پسې پرائمري سرپلس ترلاسه كړے ۔ مالیاتی خساره د جی ډی پی نزدې 8 فيصد څخه په كمولو 5.4 فیصد كچې ته راوستلې شوې ده۔ ده د كال 2022ء د تباهي كونكي سېلاب حواله وركولو سره ووئيل دغه وخت پاكستان رېسكيو او د مرستې كارروائيو له نړۍ ته اپېل وكړو۔ دغې څخه وروستو په پراخه كچه راغلو سېلابونو يو شمېر دريائي نظامونه اغېزمند كړل۔ پاكستان د خپل محدود مالي ګنجائش باوجود د سېلابونو د لاسه په رامخې ته شوو ستونزو قابو موندلو كښی كامياب شو او دا د دې خبرې عملي ثبوت دے چې د مالياتي تحفظ بيا له سر نه جوړول د بهرنيو جړقونو زغملو كښی څومره مرستيال ثابتېدے شي۔ ده ګډون كوونكي خبر كړل چې د ټېكس پالېسي څانګه د ټېكس وصولۍ څخه جلا كولو سره د خزانې وزات ماتحت كړې شوې دغسې چې بجټ سره اړوندې پرېكړې يوازې د عددي هدفونو په ځاے د معاشي قدر او پالېسي ترجيحات په بنياد وكړې شي او مجموعي مالياتي نظم وضبط هم په ځاے پاتې شي۔ د قرضه جاتي نظم ونسق په اړه وفاقي وزير ووئيل د جی ډی پی په تناسب سره د پاكستان قرضه كومه چې نزدې 74 فیصد ته رسېدلې وه اوس په كمېدو نزدې 70 فيصده پاتې شوې ده۔ ده د دې خبرې پخلے وكړو چې په خاص توګه هغه هېوادونو لپاره كوم چې بار بار ډھانچه جاتي او موسمياتي جړقونو سره مخ دي لپاره د مالياتي تحفظ بحالي ٬ په معاشي فعاليتونو كښې كمے زياتے او تلپاتي پرمختګ لپاره مستقل مزاجي ٬ اداره جاتي اصلاحات او منظمه پالېسي ضروري ده۔

مزید خبریں