اسلام آباد۔9فروري (اے پي پي) د كشمير پارلماني كمېټۍ چیئرمین رانا قاسم نون وئېلي دي د پاکستان سول او عسکري قیادت د كشمير په مسئله متحد دے او کشمیر په هر لحاظ د پاکستان ناقابل تنسیخ برخه ده او وي به۔ د کشمیر میډیا سروس تر مخه رانا قاسم نون اسلام آباد كښې پریس کانفرنس ته خطاب کښې ووئېل پاکستان د کشمیریانو سره اوږه په اوږه ولاړ دے ۔ ده …
د کشمیر په مسئله د پاکستان سول و پوځي قیادت په يوه پاڼه دے ، رانا قاسم نون

مزید خبریں
اسلام آباد۔9فروري (اے پي پي) د كشمير پارلماني كمېټۍ چیئرمین رانا قاسم نون وئېلي دي د پاکستان سول او عسکري قیادت د كشمير په مسئله متحد دے او کشمیر په هر لحاظ د پاکستان ناقابل تنسیخ برخه ده او وي به۔ د کشمیر میډیا سروس تر مخه رانا قاسم نون اسلام آباد كښې پریس کانفرنس ته خطاب کښې ووئېل پاکستان د کشمیریانو سره اوږه په اوږه ولاړ دے ۔ ده ووئېل تېر حكومت د كشمير مسئله شاته كړې وه ،کشمیر يوه نړيواله شخړه ده، غزہ او د کشمیر حالات يو غوندې دي چرته چې د انسانیت تذلیل كېږي ۔ده باور ښكاره كړو چې د کشمیر په اړه د ملګرو ملتونو په قراردادونو عملدرآمد سره کشمیر به د پاکستان برخه وګرځي ځكه چې د پاکستان او کشمیري اولس خپلولي په تاریخ، قربانیو او شريكو هلو ځو اډاڼه ده او د كوم طاقت کمزورې كولې نشي ۔ ده ووئېل پاکستان يو ځل بيا د ملګرو ملتونو او د نړيوالې ورورولۍ پام د کشمیر مسئلې سمدستي او امناكه حل پلو ګرځول غواړي ځكه چې دا يوه تسلیم شوې نړيواله شخړه ده ۔










