پاکستان فارماسیوټیکل مینوفیکچررز ایسوسی ایشن او کمبوډیا د تجارت وزیر ترمينځه غونډه

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د پاکستان فارماسیوټیکل مینوفیکچررز ایسوسی ایشن (پی پی ایم اے) او کمبوډیا د تجارت وزير ترمينځه د اعلیٰ پائې غونډه كښې د دواروګانو جوړولو تجارت تندولو، ریګولیټري عمل سمولو او کمبوډیا كښې د فارماسیوټیکل آپریشنز لپاره د سرمایه كارۍ موقعو په لټولو خبرې وشوې۔د خبرو اترو په مهال پی پی ایم اے قیادت او غړو کمپنیو د کمبوډیا پلاوي هركلے وكړو۔د کمبوډيا ډلي …

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د پاکستان فارماسیوټیکل مینوفیکچررز ایسوسی ایشن (پی پی ایم اے) او کمبوډیا د تجارت وزير ترمينځه د اعلیٰ پائې غونډه كښې د دواروګانو جوړولو تجارت تندولو، ریګولیټري عمل سمولو او کمبوډیا كښې د فارماسیوټیکل آپریشنز لپاره د سرمایه كارۍ موقعو په لټولو خبرې وشوې۔د خبرو اترو په مهال پی پی ایم اے قیادت او غړو کمپنیو د کمبوډیا پلاوي هركلے وكړو۔د کمبوډيا ډلي د صنعت خوښۍ لرلو هركلے وكړو او د ښه تجارتی عمل ضرورت يې ومنلو۔دواړو ډلو فالو اپ میټنګز د لارې رفتار برقرار ساتلو ته اتفاق وكړو ٬ دغسې چې د مسئلو حل كولو او عملی حل وړاندې كولو لپاره د دواړو هېواونو فارماسیوټیکل ایسوسی ایشنز ترمينځه د رابطو زياتولو تجویز وړاندې كړو۔غونډه د قوي تجارتی صلاحیت د عمل وړ شريك عزم سره پائې ته ورسيده۔

مزید خبریں