اے آئي د ننني دور تر ټولو لوي ضرورت دے٬ د سائنس، ټيكنالوجۍ او د آئي ټي په څانګه كښې مكمل كار شوے ۔ وفاقي وزير احسن اقبال

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي اے آئي د ننني دور تر ټولو لوي ضرورت دے۔ د پخواني وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ كښې پاكستان د ډيجيټل ترقۍ په لور روان كړے شوے، د سائنس، ټيكنالوجۍ او د آئي ټي په څانګه كښې بشپړ كار شوے ٬ د وژن 2025 له مخې د آئي ټي څانګې ته خاص …

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي اے آئي د ننني دور تر ټولو لوي ضرورت دے۔ د پخواني وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ كښې پاكستان د ډيجيټل ترقۍ په لور روان كړے شوے، د سائنس، ټيكنالوجۍ او د آئي ټي په څانګه كښې بشپړ كار شوے ٬ د وژن 2025 له مخې د آئي ټي څانګې ته خاص پام لرنه شوې٬ مونږ خپلو پخوانو دورونو كښې تھري جي او فور جي لائسنس جاري كړي۔ د ګل په ورځ د انډس اے آئي ويك 2026 پرانستې دستوره ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل د وژن 2025 له مخې پاكستان څلورم صنعتي انقلاب لپاره چمتو كړے شوے، د آئي ټي، اے آئي او دې سره د تړلو نورو څانګو سنټرز جوړ كړے شوي ، د سائبر سكيورټي نيشنل سينټر جوړ كړے شوے، د دې سينټرز جوړولو مقصد په دې څانګو كښې خودكفالت ترلاسه كول دي۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اے آئي په اړه نيشنل ټاسك فورس جوړ كړے شوے چا چې په پاكستان كښې د اے آئي د قامي پاليسۍ په اجراء كښې مهم كردار لوبولے، په معركه حق كښې د كاميابۍ نه وروستو اوس مونږ له د معركه ترقۍ اهداف سر كول دي۔

مزید خبریں