ځوانانو ته د مصنوعي زېركتيا تربيې وركولو سره زراعت، صنعت او د تجارت پشمول هره څانګه كښې انقلاب راوستلے كېدے شي٬ د وزيراعظم شهباز شريف د انډس اے آئي ويك 2026 پرانستې دستورې ته وېنا

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف تر كال 2030 د مصنوعي زېركتيا (اے آئي) په څانګه كښې د يو ارب ډالرو خرڅ كولو، د اے آئي نصاب جوړولو، په اے آئي كښې پي ايچ ډي لپاره زر وظائف وركولو، د آئي ټي او د اے آئي په اړه استعداد كښې اضافې لپاره په قامي كچه د پروګرام پېل كولو اعلان سره ووئيل د ځوانانو زياتې …

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف تر كال 2030 د مصنوعي زېركتيا (اے آئي) په څانګه كښې د يو ارب ډالرو خرڅ كولو، د اے آئي نصاب جوړولو، په اے آئي كښې پي ايچ ډي لپاره زر وظائف وركولو، د آئي ټي او د اے آئي په اړه استعداد كښې اضافې لپاره په قامي كچه د پروګرام پېل كولو اعلان سره ووئيل د ځوانانو زياتې آبادۍ ته د اے آئي تربيه وركولو سره زراعت، صنعت او د تجارت پشمول هره څانګه كښې انقلاب راوستلے كېدے شي۔ دا خبره ده د ګل په ورځ د انډس اے آئي ويك 2026 پرانستې دستوره ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د سندھ ګورنر سره سره د منوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال ، د آئي ټي وفاقي وزيره شزا فاطمه خواجه ، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ پشمول د دوست هېوادونو سفارتي او اعليٰ سركاري چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل انډس اے آئي ويك ايونټ به په هېواد كښې د ټيكنالوجۍ منظرنامه بدله كړي٬ دا ايونټ به په نړيواله كچه پاكستان د يو مضبوط پارټنر په توګه رامخې ته كړي۔ ده ووئيل د پنجاب وزيراعلٰې په توګه د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې او د ھغوي وژن له مخې ما د تعليم، صحت، محصولات او د ځوانانو ترقۍ لپاره يو شمېر مهمې منصوبې پېل كړې ٬ د پنجاب وزيراعليٰ په حېث ما د آئي ټي څانګې ته خاص پام كړې او پنځه لكه زيكو زده كوٶنكو ته مې لېپ ټاپس وركړي، په پنجاب كښې اي لائبرئريز پېل كړي ٬ چا چې په دې اړه هغه وخت سوچ هم نه لرلو ٬ په دغه دور كښې په لاهور كښې وړومبې سېف سټي منصوبه او د هېواد وړومبنۍ آئي ټي يونيورسټي هم جوړ شوه ٬ ده ووئېل د پنجاب لينډ ډيجيټلائزيشن پروګرام د لارې د زمكو رېكارډ سپېځلے كړے شو ، لينډ ريكارډ كښې اصلاحات سره د كرپشن خاتمه ممكن شوه او د ريونيو د افسرانو بدعنوانۍ ختمې شوې، دغسې د اي اشټام پيپرز اجراء سره په كښې لا اضافه وكړې شوه ۔ وزيراعظم ووئيل د فيډرل بورډ آف ريونيو(اېف بي آر) بشپړه ډيجيټائزيشن څخه د محصولات په وصولۍ كښې سپېځلتيا ممكن شوه ، د سمګلنګ مخنيوي لپاره جديد سكينرز او آلات په پورټس نصب كړے شول ۔ ده ووئيل د پاكستان په 24 كروړه آبادۍ كښې 60 فيصده ځوانان دي، دوي ته جديد علم او هنرونه وركول د وخت ضرورت دے ۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان اوس هم د مصنوعي زېركتيا په څانګه كښې په نړيواله ګام اېښودو له چمتو دے، تر كليوالو سيمو رسنه او ځوانانو ته جديد جديد علم او تكنيكي سكل وركړے شوي۔ وزيراعظم يو ملېن غير آئي ټي پروفيشنلرز ته په اے آئي كښې تربيه وركولو، د اے آئي په څانګه كښې 1000 بشپړه فنډډ پي اېچ ډي سكالرشپس وركولو او د وفاق نه علاوه آزاد جمو و كشمير، ګلګت بلتستان او د بلوچستان پسمانده سيمو كښې هم د اے آئي تعليم او نصاب معارف كولو او تر 2030 د اے آئي په څانګه كښې د يو ارب ډالرو د سرمايه كارۍ اعلان وكړو۔ ده ووئيل ځوانانو ته زراعت، تجارت او په نورو اقتصادي څانګو كښې د جديد ټيكنالوجۍ تربيې وركولو ته اړتيا ده، پاكستان نړيوالو شراكت دارو سره په ګډه د ټيكنالوجۍ د مثبت اثرات خپلولو عزم لرو٬ پاكستان به د هر چېلنج مقابله كوي او په نړيواله ورورولۍ كښې به خپل ځاے جوړوي، معيشت، صنعت، تجارت او د مېرمنو په حقونو كښې د اے آئي د لارې انقلاب متوقع دے۔ ده ووئيل زراعت، صنعت او د تجارت پشمول هره څانګه كښې انقلاب راوستلے كېدے شي، مونږ يو شمېر اقدامات كړي او لا اوس هم ډېر څه كول پاتې دي، ده ووئېل پاكستان د نړۍ په قامونو كښې خپل نوم پېدا كوي

مزید خبریں