اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د پاکستان، مصر، اردن، متحدہ عرب امارات، انډونیزیا، ترکیه ، سعودی عرب او قطر خارجه وزيرانو مقبوضه مغربي غاړې په اړه د اسرائیل د غیر قانونی پريكړو او اقدامات غندنه كړې ده كومې چې مقبوضه لويديزې غاړه كښې غیر قانونی اسرائیلی خپلواكۍ مسلط کولو، د آبادکارۍ هلو ځلو قوي كولو او يو نوي قانوني و انتظامي حقیقت نافذولو لپاره كيږي۔د خارجه دفتر وياند …
د پاکستان، مصر، اردن، متحدہ عرب امارات، انډونیزیا، ترکیه ، سعودی عرب او قطر خارجه وزيرانو مقبوضه مغربي غاړې په اړه د اسرائیل د غیر قانونی پريكړو او اقدامات غندنه

مزید خبریں
اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د پاکستان، مصر، اردن، متحدہ عرب امارات، انډونیزیا، ترکیه ، سعودی عرب او قطر خارجه وزيرانو مقبوضه مغربي غاړې په اړه د اسرائیل د غیر قانونی پريكړو او اقدامات غندنه كړې ده كومې چې مقبوضه لويديزې غاړه كښې غیر قانونی اسرائیلی خپلواكۍ مسلط کولو، د آبادکارۍ هلو ځلو قوي كولو او يو نوي قانوني و انتظامي حقیقت نافذولو لپاره كيږي۔د خارجه دفتر وياند له مخې د دغې هېوادونو خارجه وزيرانو د اړخه جاري شريكه اعلامیه كښې وئيلي شوي دي د اسرائیل د دې اقدامات په نتيجه كښې د مقبوضه سيمي غیر قانوني الحاق هڅي او د فلسطینیانو په زبردستۍ بے دخله كولو كښې تندي راغلې ده ۔اعلامیه له مخې خارجه وزيرانو د دې امر پخلے وكړو چې اسرائیل ته مقبوضه فلسطین سيمو هيڅ ډول خپلواكي نه ده ترلاسه۔خارجه وزيرانو مقبوضه لويديزي غاړه كښې د اسرائیلی حکومت د پراختيا خوښو پالیسیو او غیر قانونی اقدامات په اړے خبردارے وركړو چې اسرائيل سيمه كښې تشدد او شخړې ته لا هوا وركوي۔خارجه وزيرانو دغه غیر قانوني اقدامات په بشپړه ډول مسترد کولو سره ووئيل دا د نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزی ده، دوه ریاستی حل ته زيان رسوي او د فلسطینیانو په ناقابل تنسیخ حق بريد دے چې ترمخه ئې هغوي د 4 جون 1967ء پولو په بنياد مقبوضه القدس پايه تخت جوړولو سره د خپل آزاد او خپلواكه رياست جوړولو حقدار دي۔دا ډول اقدامات سيمه كښې امن و استحکام لپاره رواني هڅي هم کمزوري كوي۔خارجه وزيرانو د دې امر توثیق وکړو چې مقبوضه لويديزه غاړه كښې شوي دا ټول غیر قانوني اقدامات کالعدم او باطل دي او د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل قراردادونو او په خاص توګه د قرارداد 2334 ښكاره خلاف ورزی ده،كوم چې د 1967ء راهسې د مقبوضه فلسطین سيمو پشمول د ختيز بیت المقدس آبادیاتي ساخت، کردار او حیثیت كښې بدلون لپاره شوې ٬ د اسرائیل ټول اقدامات غندنه كوي۔خارجه وزيرانو د انصاف نړيوال عدالت د 2024ء مشاورتی رائے حواله هم وركړه كومه چې مقبوضه فلسطین سيمو كښې د اسرائیل پالیسۍ او طرز عمل او د هغې پرله پسې موجودګی غیر قانونی ګرځولې،د اسرائیلی قبضې خاتمې په حاجت زور راوړلے شوے او د مقبوضه فلسطین زمكي الحاق کالعدم ګرځولے شوے۔خارجه وزيرانو د نړيوالي ورورولۍ څخه د خپلي مطالبې پخلے وكړو چې خپلي قانونی او اخلاقی ذمه وارۍ ترسره كړي۔دوي په دې خبره زور راوړو چې د فلسطینیانو د خپلواكۍ حق او رياستي حیثیت جائز حقونو تکمیل، نړيوالو قانوني قراردادونو او عرب امن اقدام له مخې دوه ریاستي حل په بنیاد ، منصفانه او كوټلے امن يواځنۍ لاره ده كومه چې سيمه كښې امن، سلامتیا او استحکام باوري كولې شي۔










