العلا۔9 فروری(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي اصل پالېسي چېلنج يوازې د پورونو انتظام نه بلكې د لیکویډټی فشار د ادائیګۍ صلاحيت نه لرلو كښی بدلېدو ته نه پرېښودو او پرمختګ ته د ودې وركوونكو سماجي خرڅونو تحفظ باوري كولو كښې دے۔ د خود مختاره پورونو په خطرو قابو موندلو له په وخت اقدامات ٬ مضبوطو ادارو ٬ سپيځلتيا او د باور وړ پاليسي فريم …
د پورونو په خطرو قابو موندلو له په وخت اقدامات ٬ مضبوطو ادارو ٬ سپيځلتيا او د باور ورړ پاليسي فريم وركس ته ضرورت دے : د وفاقي وزير اورنګزیب العلا كنفرنس ته خطاب

مزید خبریں
العلا۔9 فروری(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي اصل پالېسي چېلنج يوازې د پورونو انتظام نه بلكې د لیکویډټی فشار د ادائیګۍ صلاحيت نه لرلو كښی بدلېدو ته نه پرېښودو او پرمختګ ته د ودې وركوونكو سماجي خرڅونو تحفظ باوري كولو كښې دے۔ د خود مختاره پورونو په خطرو قابو موندلو له په وخت اقدامات ٬ مضبوطو ادارو ٬ سپيځلتيا او د باور وړ پاليسي فريم وركس ته اړتيا ده ۔ ده دا خبره د ګل په ورځ د سعودي عربستان په العلا ښار كښې العل كنفرنس 2026 كښې په يوه ګول مېز مباحثه كښې د ګډون په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ کنفرنس سعودي حكومت او نړيوال مالياتي فنډ په ګډه تابيا كړو۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل په نړيواله كچه سركاري پور د تاريخ تر ټولو لوړې كچې ته رسېدلے دے۔ ده ووئيل اصل پالېسي چېلنج يوازې د پورونو انتظام نه بلكې د لیکویډټی فشار د ادائیګۍ صلاحيت نه لرلو كښی بدلېدو ته نه پرېښودو او پرمختګ ته د ودې وركوونكو سماجي خرڅونو تحفظ باوري كولو كښې دے۔ د خزانې وفاقي وزير د سعودي عربستان د خزانې وزير الجدان د ريماركس حوالې وركړه چا چې وئيلې وو چې معاشی استحکام د پرمختګ په ضد نه دے بلكه د تلپاتې معاشي پراختيا لازمي بنياد دے۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان اوسنۍ تجربه د دې نقطه نظر تائيد كوي۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل پاکستان د منظمو معاشي پالېسيو ، ادارہ جاتی اصلاحات او د فعاله قرضه جاتی نظم و نسق د لارې د استحكام په بحالۍ كښې ابتدائی خو په زړه پورے پېشرفت كړے دے۔ بياهم هغه دا ومنله چې د اصلاحات سفر لا روان دے۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان د سركاري پورونو په قابو كښې ساتلو او دا په غوره ډول د منظم كولو په لاره روان دے۔ ده ووئيل د پورونو شرح نزدې 74 فیصد څخه 70 فیصد ته راغلې ده او د جي ډي پي تناسب سره د بهرنۍ قرضې شرح مستحكم كميږي۔ ده ووئيل پاكستان د جي ډي پي تناسب سره د ټېكسونو په شرح كښې اضافه كړې ده كومه چې د سنګل ډيجټ څخه په زياتېدو نزدې 12 فیصد ته نزدې شوې ده۔ وفاقي وزير قرضه جاتی نظم و نسق موسمیاتی او پرمختيائي هدفونو سره هم آهنګ كولو له د پاكستان په هڅو هم رڼا واچوله










