د او آئي سي غړو هېوادونو كښې د واكسين خودكفالت او د صحت تحفظ قوي كولو لپاره د او آئي سي واکسين مينوفيکچررز ګروپ غونډه پېل شوه

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د اسلامي مرستې تنظيم په غړو هېوادونو كښې د واکسين خود کفالت او د صحت تحفظ قوي كولو لپاره د او آئي سي واکسين مينوفيکچررز ګروپ څلورمه غونډه د ګل په ورځ په کامسټيك سيکرټريټ اسلام آباد كښې په رسمي توګه پېل شوې٬ د پرانستې دستوره كښې د روغتيا وزير سيد مصطفيٰ کمال د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو۔ په دې موقع …

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د اسلامي مرستې تنظيم په غړو هېوادونو كښې د واکسين خود کفالت او د صحت تحفظ قوي كولو لپاره د او آئي سي واکسين مينوفيکچررز ګروپ څلورمه غونډه د ګل په ورځ په کامسټيك سيکرټريټ اسلام آباد كښې په رسمي توګه پېل شوې٬ د پرانستې دستوره كښې د روغتيا وزير سيد مصطفيٰ کمال د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو۔ په دې موقع د اسلامي مرستې تنظيم اسسټنټ سيکرټري جنرل (سائنس و ټيکنالوجي) آفتاب احمد کھوکھر، د کامسټيګ کوآرډينيټر جنرل پروفيسر ډاکټر محمد اقبال چوهدري، د صحت د قامي ادارې چيف ايګزيکټو ډاکټر سلمان، د او آئي سي جنرل سيکرټريټ، د روغتيا نړيوالې ادارې، د اسلامي پرمختيائي بېنك، د سسرك، د اسميق، واکسين جوړٶنكو ادارو، ريګوليټري اتھارټيز، پرمختيائي شراکت دارو او د او آئي سي د غړو هېوادونو پوهانو ګډون وكړو۔ په دې موقع د کامسټيګ کوآرډينيټر جنرل پروفيسر ډاکټر محمد اقبال چوهدري ووئيل په يو مهم نړيوال پړاٶ د او آئي سي واکسين مينوفيکچررز ګروپ څلورمې غونډې كوربتوب او د او آئي سي د غړو هېوادونو د صحت په اړه اجتماع د روغتيا تحفظ لپاره د عزم عكاس ده۔

مزید خبریں