اسلام آباد۔9 فروری(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير مصطفیٰ کمال وئيلي دي د وېكسين جوړول د روغتيا څانګې له زياته مهمه ده او پاكستان لپاره د وېكسين په ځايي كچه جوړول يو مهم چينلج دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د او آئی سی وېکسین مېنوفېکچررز ډلې څلورمې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ده په ډاګه كړه چې حکومت تر كال 2030 د وېكسین درآمد او په بهر هېوادونو …
د ويكسين په ځائي توګه جوړول يو لويې چيلنج دے: د روغتيا وفاقي وزير

مزید خبریں
اسلام آباد۔9 فروری(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير مصطفیٰ کمال وئيلي دي د وېكسين جوړول د روغتيا څانګې له زياته مهمه ده او پاكستان لپاره د وېكسين په ځايي كچه جوړول يو مهم چينلج دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د او آئی سی وېکسین مېنوفېکچررز ډلې څلورمې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ده په ډاګه كړه چې حکومت تر كال 2030 د وېكسین درآمد او په بهر هېوادونو د تحصار ختمولو هدف ټاكلے دے۔ مصطفیٰ کمال ووئيل په هېواد كښې د انفراسټركچر كمے نشته ٬ د روغتيا قومي ادارې په څير مضبوطې ادارې موجود دي۔ بياهم د وېكسين جوړول يا اخستل او خرڅول كوم ګټور كاروبار نه دے۔ دې مقصد لپاره پاكستان د باور وړ همكارانو ته اړتيا لري۔ ده ووئيل د چين ٬ سعودي عربستان او انډونيشيا په څير هېوادونه مونږ سره په دې لړ كښې مرسته كوي۔ ده ووئيل يوه كمپني يوازې يو وېكسين جوړولې شي او پاكستان په مجموعي توګه 13 وېكسينو ته اړتيا لري۔ وفاقي وزير په دې خبره زور راوړو چې د صحت مند چاپېريال ، صحت مند قام او معاشی استحکام نېغ په نېغه تعلق قامي سلامتيا سره تړلے دے










