اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د حريت لارښود ياسين ملك كوروداني مشعال حسېن ملك وئيلي دي د هند غير قانوني تسلط لاندې جموں او کشمير كښې ظلم د قانون، عدالت او زندانونو د لارې منظم انداز كښې نافذ کړے كيږي،شهيد افضل ګرو د متنازع او يو اړخيزه ټرائل نه پس پھانسي كړے شوے او 13 كاله تيريدو نه پس د هغه مړے كورنۍ له نه وركول د هند …
شهيد افضل ګرو د متنازع او يو اړخيزه ټرائل نه پس پھانسي شوے۔مشعال حسېن ملك

مزید خبریں
اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د حريت لارښود ياسين ملك كوروداني مشعال حسېن ملك وئيلي دي د هند غير قانوني تسلط لاندې جموں او کشمير كښې ظلم د قانون، عدالت او زندانونو د لارې منظم انداز كښې نافذ کړے كيږي،شهيد افضل ګرو د متنازع او يو اړخيزه ټرائل نه پس پھانسي كړے شوے او 13 كاله تيريدو نه پس د هغه مړے كورنۍ له نه وركول د هند رياستي سفاکيت بدتر مثال دے۔اسلام آباد كښې ځائې سكول كښې دستوري ته وينا كښې دې ووئيل کشميري قيادت او په خاص توګه ياسين ملك د دروغو مقدمو ، زندان، تنهائي او غير انساني سلوك د لارې د خاموشه كولو هڅي كيږي خو دا حربې د کشميريانو عزم کمزورې كولې نشي۔مشعال ملك ووئيل د لسو كلونو څخه زيات د هند پوځ ٬ تور قوانين او زندانونو هم د کشميريانو غږ خاموش نه كړو او د کشمير هلي ځلي اوس يو پرېكنده مرحلےې ته داخلې شوي۔ده ووئيل افضل ګرو د متنازع ټرائل نه پس پھانسي كړے شوے،خو لا مړے نه دې وركړے شوے،13 كاله تير شوي او د افضل ګرو کورنۍ اوس هم انصاف ته سترګي په لاره ده۔










