لاهور 09 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي ځوانان زمونږ روښانه سباؤن دے،دوي له د ميرټ په بنياد روزګار كولو له ټول وسائل كاروو، آئي ټي برآمدات تر 25 بليونه ډالره رسولو له لوظي يو، د پاكستان وړومبې يوتھ ايمپلائمنټ پاليسي لانچ كوو، وزير اعظم يوتھ پروګرام ترمخه ويژن2047 په پاليسۍ كار روان دے، 35 فيصده ميرمني به د ليبر فورس …
ځوانان زمونږ روښانه سباؤن دے،دوي له د ميرټ په بنياد روزګار وركولو ته پام لرنه كوو۔ د رانا مشهود احمد خان پنجاب يونيورسټي كښې جاب فيئر ته وينا

مزید خبریں
لاهور 09 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي ځوانان زمونږ روښانه سباؤن دے،دوي له د ميرټ په بنياد روزګار كولو له ټول وسائل كاروو، آئي ټي برآمدات تر 25 بليونه ډالره رسولو له لوظي يو، د پاكستان وړومبې يوتھ ايمپلائمنټ پاليسي لانچ كوو، وزير اعظم يوتھ پروګرام ترمخه ويژن2047 په پاليسۍ كار روان دے، 35 فيصده ميرمني به د ليبر فورس برخه جوړولې شي،په ډيجيټل يوتھ هب 8 لكهه څخه زيات ماشومان رجسټرډ شوي ۔ د دې خيالاتو څركندونه ده د ګل په ورځ جامعه پنجاب كښې د كيرئير كونسلنګ او پليسمنټ سينټر تر سېوري لاندې جاب فيئر ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د پنجاب يونيورسټۍ وائس چانسلر محمد علي، طارق رياض، ډائريكټر كيريئر كونسلنګ اينډ پليسمنټ سنټرډاكټر فوزيه هادي، فيكلټي غړي،استاذان او زدكوونكي موجود وو۔ رانا مشهود ووئيل د وزيراعظم يوتھ پروګرام ترمخه مونږ ځوانانو له هېواد كښې دننه او بهر هېوادونو كښې د روګاز موقعو وركولو لپاره ګڼ پروګرامز پېل كړي،سباؤن كښې به هم دا سلسله روانه وي۔ده ووئيل د نن پاكستان ځوانانو له د قابليت په بنياد مخ په وړاندې تللو موقع وركوي،ده ووئيل د لږې مودې په مهال په ډيجيټل يوتھ هب 8 لكهه څخه زيات ماشومان رجسټرډ شوي ،په پورټل د ميرټ په بنياد هېواد كښې دننه او بهر هېوادونو كښې د آئي ټي سيكټر،ګرين ټيكنالوجي سيكټر،بړنس سيكټر پشمول بېل سيكټرز كښې د ملازمت لويې موقع شته،د كومو ترلاسه كولو لپاره چې هيڅ سفارش ته ضرورت نشته بلكه يواځې په ميرټ او قابليت په بنياد ټولي موقعې شته،ځوانانو له ليپ ټاپس وركول وي ، كاروبار پېل كولو لپاره قرضې وركول وي يا نيوټيك سره په ګډه د ټريننګ خبره وي د وزيراعظم يوتھ پروګرام ترمخه ټول پاكستان كښې په بېلو پروګرامونو شپه ورځ كار روان دے، ده ووئېل مونږ داسې پاليسي فريم ورك راوړو چې له مخې ئې ځوانانو ګروتھ باوري كيږي۔










