د اسلام آباد ډسټركټ اينډ سيشن كورټ د علي امين ګنډاپور او عمر ايوب دائمي وارنټ ګرفتاري جاري كړو

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د اسلام آباد ډسټركټ اينډ سيشن كورټ د حقيقي آزادي مارچ په اړه دوو مقدمو كښې د علي امين ګنډاپور او عمر ايوب اشتهاري ګرځولو سره د هغوي دائمي وارنټ ګرفتاري جاري كړے دے ۔ د جوډيشل مجسټريټ مبشر حسن چشتي د دواړو مقدمو سماعت وكړو۔ عدالتي ريكارډ له مخې علي امين ګنډاپور او عمر ايوب څو وارې په رابللو عدالت ته نه …

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د اسلام آباد ډسټركټ اينډ سيشن كورټ د حقيقي آزادي مارچ په اړه دوو مقدمو كښې د علي امين ګنډاپور او عمر ايوب اشتهاري ګرځولو سره د هغوي دائمي وارنټ ګرفتاري جاري كړے دے ۔ د جوډيشل مجسټريټ مبشر حسن چشتي د دواړو مقدمو سماعت وكړو۔ عدالتي ريكارډ له مخې علي امين ګنډاپور او عمر ايوب څو وارې په رابللو عدالت ته نه دې راغلي۔ د تير سماعت په مهال عدالت د علي امين ګنډاپور په ضد اشتهاري كارروائي پېل كولو سره امر كړے ؤ،دغې نه پس په موجوده سماعت دواړه ملزمان اشتهاري وګرځولې شول ۔عدالت امر وكړو چې د ملزمانو نيولو لپاره دې قانوني تقاضو له مخې كارروائي وكړې شي او هغوي دې عدالت ته وړندې كړے شي۔

مزید خبریں