خرطوم 09فروري(اے پي پي)د سوډان ايالتونو شمالي او جنوبي کردفان كښې په تېرو څو ساعتو كښې په تش لاسي وګرو او د بشري خواخوږۍ په بنياد د لېږلې شوو مرستيالو قافلو د نښخه كولو په پیښو نړۍ او د عرب په كچه د غندنې سخته چبه روانه ده ۔ د العربیه تر مخه عرب لیګ په شمالي کردفان كښې په مسرتياله قافلو د بريدونو سخته غندنه كولو سره واضحه كړې …
سوډان كښې په مرستيالو قافلو د بريد عرب هېوادونو سخته غندنه وكړه،”جنګي جرم” وګرځولے شو

مزید خبریں
خرطوم 09فروري(اے پي پي)د سوډان ايالتونو شمالي او جنوبي کردفان كښې په تېرو څو ساعتو كښې په تش لاسي وګرو او د بشري خواخوږۍ په بنياد د لېږلې شوو مرستيالو قافلو د نښخه كولو په پیښو نړۍ او د عرب په كچه د غندنې سخته چبه روانه ده ۔ د العربیه تر مخه عرب لیګ په شمالي کردفان كښې په مسرتياله قافلو د بريدونو سخته غندنه كولو سره واضحه كړې ده چې په مرستياله قافلو بريد يو بد تر جنګي جرم دے ۔ د اتوار په ورځ د جاري بیان تر مخه عرب لیګ غوښتنه كړې ده چې په مرستياله ادارو او د انساني مرستې په كاركناو بريد كوونكې دې محاسبه كړې شي ۔ په دې تناظر كښې کویت هم شمالي او جنوبي کردفان كښې په شهري تنصیبات او د مرستې په قافلوں د شوو بريدونو شدید غندنه كړې ده ۔ د کویت حکومت بیان كښې ښكاره موقف اختیارولو سره ووئېل مونږ سوډان كښې په عام وګړو او د مرستياله کارکنانو په نښه كولو كومه هم هڅه مسترد كوي ۔ بیان كښې زةياته كړې شوې په وګړو او مرستياله ادارو بريد د نړيوال قوانین د اصولو بيخي خلاف ورزي او بد تره سفاکیت دے ۔مصر او قطر هم دج کردفان پشمول د سوډان په نورو برخو كښې د طبي مراکز او د وګړو په نخښه كولو غندنه وكړه او د سوډان د خودمختارۍ و سلامتيا د تحفظ په ضرورت يې زور راوړو ۔








