اروپائي ائتلاف په خصوصي توګه د جي ايس پي پلس فريم ورك لاندې د پاكستان مهم اقتصادي همكار دے: اسحاق ډار

اسلام آباد۔9 فروری(اے پی پی) نائب وزيراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار اروپائي ائتلاف سره د تجارتي او اقتصادي اړيكو زياتولو په اهميت زور راوړلو سره وئيلي چې اروپائي ائتلاف په خصوصي توګه د جي ايس پي پلس فريم ورك لاندې د پاكستان مهم اقتصادي همكار دے٬ پاكستان د جي اېس پي پلس څلور دوه كلنې جائزې كاميابۍ سره بشپړ كړي دي او په راتلونكي كښې به هم د …

اسلام آباد۔9 فروری(اے پی پی) نائب وزيراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار اروپائي ائتلاف سره د تجارتي او اقتصادي اړيكو زياتولو په اهميت زور راوړلو سره وئيلي چې اروپائي ائتلاف په خصوصي توګه د جي ايس پي پلس فريم ورك لاندې د پاكستان مهم اقتصادي همكار دے٬ پاكستان د جي اېس پي پلس څلور دوه كلنې جائزې كاميابۍ سره بشپړ كړي دي او په راتلونكي كښې به هم د خپلو ټولو ذمه وارو بشپړ خيال ساتي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده اروپائي ائتلاف سره د پاكستان د اقتصادي او تجارتي همكارۍ مضبوطولو غرض سره د اقداماتو جاج اغستو له د اعلی كچې بېن الوزارتي غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار اروپائي ائتلاف سره د تجارتي او اقتصادي اړيكو لا پراخه كولو په اهميت زور راوړلو سره ووئيل اروپائي ائتلاف په خصوصي توګه د جي ايس پي پلس فريم ورك لاندې د پاكستان مهم اقتصادي همكار دے۔ ده دا خبره په ډاګه كړه چې پاكستان كاميابۍ سره د جي اېس پي پلس څلور دوه كلنې جائزې بشپړ كړي او ددې عزم پخلې يۍ كړې چې پاكستان به ددې اسكيم لاندې د خپلو ټولو ذمه وارو رعايت كوي دغسې چې دې ګټورو تجارتي موقعو ته لا پراختيا وركړې شي۔ په غونډه كښې د قانون او انصاف وزير ٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه ٬ خارجه سېكرټري آمنه بلوچ ٬ د تجارت ٬ داخله ٬ سمندر پورې پاكستانيانو او بشري حقونو سېكترانو ٬ په اروپائي ائتلاف كښې د پاكستان سفير او د اړوندو وفاقي او صوبائي څانګو مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں