ابوجا۔9 فروری(اے پی پی) د نائیجیریا په قطبي لوئيديز رياست كانو كښې د مسافرو او سامان يو اوورلوډ ټرک د تند رفتار له امله پېښې سره مخ شو چې له امله يۍ 30 كسان مړه شول۔ د شنهوا له مخې ځائي چارواكو وئيلي چې ټرك د تند رفتار له امله بې قابو شو او پېښې سره مخ شو چې په نتيجه كښې يۍ 30 كسان په ځاې مړه او يو …
نائيجيريا ٬ ترافيكي پيښه كښې 30 كسان مړه ٬ يو شمير ټپيان

مزید خبریں
ابوجا۔9 فروری(اے پی پی) د نائیجیریا په قطبي لوئيديز رياست كانو كښې د مسافرو او سامان يو اوورلوډ ټرک د تند رفتار له امله پېښې سره مخ شو چې له امله يۍ 30 كسان مړه شول۔ د شنهوا له مخې ځائي چارواكو وئيلي چې ټرك د تند رفتار له امله بې قابو شو او پېښې سره مخ شو چې په نتيجه كښې يۍ 30 كسان په ځاې مړه او يو شمېر نور ژوبل شول۔ د کانو اسټېټ ګورنر وياند باتورے داؤکن-ټوپا ووئيل چې ټرك په ستره لاره د سفر په مهال د ګیزاوا لوکل ګورنمنټ ایریا كلي کوانار بارډے ته نزدے اپوټه شو۔ ده د پېښې سبب تند رفتار او غفلت وګرځولو۔ د کانو اسټېټ ګورنر ابّا یوسف پېښه د افسوس وړ ګرځولو سره د روغتيا څانګې ته هدايت كړې چې ژوبل شوو لپاره دې په وخت او وېړيا طبي آسانۍ باوري كړي۔








