ترهه ګر پاکستان كښې امن نه غواړي، امن لپاره به مونږ ټولو له په ګډه كار کول وي۔رانا ثنا اللہ

لاهور 08 فروري (اے پي پي) د وزیراعظم د سیاسی او اولسي چارو صلاحكار رانا ثنا اللہ وئيلي چې بلوچستان كښې ترهه ګر شناختی کارډ كتلو سره ماشومان او كورنۍ په نښه كوي او بے ګناه وګړو مړي ټول پنجاب ته ليږي، خو چري چا دا وئيلي چې دا کارروائی د بلوچستان اولس كوي؟ مونږ ټول متفق يو چې دغه عناصر ترهه ګر دي او پاكستان كښې امن نه غواړي،سکیورټی …

لاهور 08 فروري (اے پي پي) د وزیراعظم د سیاسی او اولسي چارو صلاحكار رانا ثنا اللہ وئيلي چې بلوچستان كښې ترهه ګر شناختی کارډ كتلو سره ماشومان او كورنۍ په نښه كوي او بے ګناه وګړو مړي ټول پنجاب ته ليږي، خو چري چا دا وئيلي چې دا کارروائی د بلوچستان اولس كوي؟ مونږ ټول متفق يو چې دغه عناصر ترهه ګر دي او پاكستان كښې امن نه غواړي،سکیورټی فورسز د ترهه ګرو په ضد كوټلي کارروائی كوي دغسې امن لپاره به مونږ ټولو له په ګډه كار كول وي۔ده د اتوار په ورځ لاهور كښې ځائې هوټل كښې “جمهوریت او قانون حکمرانۍ ” په سرخط دوه ورځني عاصمه جهانګیر کنفرنس اختتامی سیشن ته وينا كوله۔رانا ثنا اللہ ووئيل دا مهال بلوچستان د دوه جلا جلا نوعیت بحرانونو سره مخ دے د دغه دواړو حل لپاره تګلاره هم جلا جلا پكار ده،دغسې مونږ يو طرزِ عمل اختیارولو سره غلطی کوو۔ده ووئيل د جعفر ایکسپریس پېښې ویډیوز ټولو كتلي خو د دې باوجود پنجاب د بلوچستان لعن طعن په نښه كړې نه دے۔ده په ګوته كړه چې فیصل آباد پشمول ټول پنجاب بېلو ښارونو كښې د بلوچستان سره تعلق لرونكي كسان د اربونو روپو کاروبار کوي او تر نن يو هم مثال نه دې رامخې ته شوې چې پنجاب كښې كوم بلوچ ته يواځې د شناخت په بنیاد چا په بد نظر كتلي وي۔

مزید خبریں