اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د نوموړي پاکستاني غر سر كونكي شاه دولت په هنزه كښې د آئس کلائمبنګ په مهال په حادثاتي توګه راپريوتو سره په حق رسيدلو د غم دړد څرګندونه كړي۔د اتوار په ورځ د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې سپيکر سردار اياز صادق د ارواښاد كورنۍ سره د غم دړد څرګندوني سره …
د قومي اسمبلۍ سپيکر سرداراياز صادق د نوموړي غر سر كونكي شاه دولت په حادثاتي مرګ د غم دړد څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د نوموړي پاکستاني غر سر كونكي شاه دولت په هنزه كښې د آئس کلائمبنګ په مهال په حادثاتي توګه راپريوتو سره په حق رسيدلو د غم دړد څرګندونه كړي۔د اتوار په ورځ د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې سپيکر سردار اياز صادق د ارواښاد كورنۍ سره د غم دړد څرګندوني سره غمرازي وكړه او ارواښاد شاه دولت جرات، لګن او خدمات ته ئې پيرزوئنې وړاندې كړي۔ده ووئيل د شاه دولت ناصافي مرګ نه يواځي د هېواد بلكه نړيوالو غر سر كونكو ورورولۍ لپاره يو لوئ زيان دے۔سپيکر سردار اياز صادق ووئيل شاه دولت د کے ټو، نانګا پربت، ګيشربرم ون او ګيشربرم ټو پشمول د نړۍ دنګي سوكي سر كولو سره د پاکستان نامه روښانه كړي او خپل غير معمولي صلاحيتونو او عزم د لارې ئې په نړيواله كچه د هېواد مثبت شناخت ته وده وركړي۔سپيکر دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔










