د خزاني وفاقي وزير محمداورنګزيب د سعودي وزيرِ فيصل بن فاضل الإبراهيم سره ملاقات، دوه اړخيزه اقتصادي مرستي په بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د خزاني او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د ښه معيشتونو لپاره علوله کنفرنس 2026 په موقع د سعودي عرب د اقتصاديات او منصوبه بندۍ وزير فيصل بن فاضل الإبراهيم سره ملاقات کړې۔د اتوار په ورځ د خزاني وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې په دې مهال ډلو پاکستان كښې د سعودي سرمايه کارغ په اړه په چارو د پيش …

اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د خزاني او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د ښه معيشتونو لپاره علوله کنفرنس 2026 په موقع د سعودي عرب د اقتصاديات او منصوبه بندۍ وزير فيصل بن فاضل الإبراهيم سره ملاقات کړې۔د اتوار په ورځ د خزاني وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې په دې مهال ډلو پاکستان كښې د سعودي سرمايه کارغ په اړه په چارو د پيش رفت او دوه اړخيزه اقتصادي مرستي په بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه كړي۔سعودي وزير په پاکستان كښې د اعليٰ معيار مصنوعي ذهانت (AI) او ټيکنالوجي جوړونكو پوهانو ستائنه كولو سره په نړيواله كچه پاکستان په دې څانګه كښې وړومبي يا دويم لمبر راځي۔ده ووئيل سعودي عرب كښې روان تکنيکي بدلون عمل كښې قيادت او معاونت لپاره پاکستاني ټيکنالوجي ټيلنټ څخه ګټي پورته كولو خوښي لرو۔په دې تناظر كښې ده د امريکې سوداګر او ګوګل پخواني چيف ايګزيکټو آفيسر ايرک شمټ حواله هم وركړه،چا چې د پاکستان ټيکنالوجي پوهانو د صلاحيتونو او امکانات اعتراف کړې دے۔په دې موقع د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب ووئيل پاکستان د سعودي عرب پشمول مهمو نړيوالو منډيو لپاره معياري انساني وسائل يو منظم سپلائي لائن جوړولو منصوبه جوړوي چې ورسره به دواړو هېوادونو ته معاشي ګټي ترلاسه شي۔د سعودي وزير د خليجي مرستي كونسل آزاد تجارتي معاهدے د پيش رفت هم ذکر وكړو او پاکستان سره تجارت او تبادلو كښې اضافے ته په ترجيح كولو ئې زور راوړو۔د خزاني وفاقي وزيرِ باور وركړو چې د پاکستان د اړخه مخصوص ډلي سعودي عرب په پاکستان كښې سرمايه کارۍ لوظونو له حتمي شکل وركولو عمل كښې بشپړه اقدامات کوي۔د خزاني وزيرِ ښه معيشتونو لپاره ښه او اسټريټجکي اهميت لرونكي کنفرنس په كولو د سعودي عرب مننه وكړه او د پاکستان معيشت لپاره ئې د سعودي عرب په پرله پسې حمايت د فيصل بن فضيل علي ابراهيم خصوصي مننه وكړه۔

مزید خبریں