د قازقستان صدر د پاکستان دوره رامخې ته كولو لپاره تفصيلي دستاويزي فلم جاري شو

اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د قازقستان صدر قاسِم جومارت توکائيف په 3 او 4 فروري 2026 د پاکستان تاريخي سرکاري دورے رامخې ته كولو لپاره د قازقستان صدارتي ټي وي اينډ ريډيو کمپليکس د اړخه يو تفصيلي دستاويزي فلم جاري کړې شوي،د كوم سرخط چې ’’قازقستان–پاکستان اسټريټجك پارټنرشپ: دوه اړخيزه اړيكو كښې نوي دنګ مقام‘‘ اېښودلې شوي۔دا 23 كاله پس كوم قازق مشر د پاکستان وړومبۍ سرکاري …

اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د قازقستان صدر قاسِم جومارت توکائيف په 3 او 4 فروري 2026 د پاکستان تاريخي سرکاري دورے رامخې ته كولو لپاره د قازقستان صدارتي ټي وي اينډ ريډيو کمپليکس د اړخه يو تفصيلي دستاويزي فلم جاري کړې شوي،د كوم سرخط چې ’’قازقستان–پاکستان اسټريټجك پارټنرشپ: دوه اړخيزه اړيكو كښې نوي دنګ مقام‘‘ اېښودلې شوي۔دا 23 كاله پس كوم قازق مشر د پاکستان وړومبۍ سرکاري دوره وه،كومه چې د دواړو هېوادونو اړيكو كښې مهمه كاميابي ګرځولې شوي۔ دستاويزي فلم انسټاګرام، ټيلي ګرام، ټك ټاك، فيس بك او قازانفارم پشمول د قازقستان سرکاري ډيجيټل پليټ فارمز جاري کړې شوي او دا د پاکستان او قازقستان دواړو د اړخه په شريكه توګه پروموټ کيږي۔ فلم كښې د صدر توکائيف د پاكستان دورے بېل مهم لمحات ښودلې شوي،چې پكښې د هغه خصوصي الوتكه د پاکستان فضائي حدود كښې داخليدو په موقع د پاکستان ايئر فورس 6 جنګي الوتكو د اړخه حفاظتي اسکارټ هم شامل دې، كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د باور او احترام علامت په توګه وړاندې كيږي۔ دستاويزي فلم كښې صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم محمد شهباز شريف د اړخه په نور خان ائير بيس د هركلي او بيا دې نه پس دواړو لارښودو سره ملاقاتونو پشمول د اعليٰ پائې مذاکرات مناظر نه علاوه پسِ منظر هلي ځلي هم ښودلې شوي،د كوم په نتيجه كښې چې د دواړو هېوادونو اړيكي په باضابطه ډول اسټريټجکي پارټنرشپ درجے ته رسول شوي۔په دې موقع د دواړو هېوادونو لارښودو په شريكه اعلاميے لاس ليك او سياسي، سلامتي، دفاع، تجارت، ټرانسپورټ، تعليم، سائنس، ثقافت، موسمياتي بدلون او نړيوالو چارو پشمول ګڼو څانګو كښې مرستي زياتولو ته سلا راغلي۔د دورے په مهال په ګڼو معاهدو او د مفاهمت په يادښتونو لاس ليك شوے۔د قازقستان صدر د دورے په مهال ايوان وزيراعظم كښې بوتے نال كړې او هلته هغه ته سلامي شوي۔دستاويزي فلم كښې هغه موقع هم ښودلې شوي كله چې صدر قاسِم جومارت توکائيف ته د پاکستان اعليٰ سول اعزاز نشانِ پاکستان وركړې شوي۔ د فلم له مخې دا اعزاز د پاکستان او قازقستان ترمينځه اړيكو ته وده وركولو كښې د هغه غيرمعمولي خدمات په اعتراف كښې وركړې شوي۔

مزید خبریں