اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د موسمياتو محکمې خبردارې وركړې چې د راروانو 24 ساعتونو په مهال د واوري له امله ناران، کاغان، دير، سوات، کالام، چترال، کوهستان، مانسهره، ايبټ آباد، شانګله، استور، هنزه، اسکردو، مري، ګليات، وادي نيلم، باغ، پونچھ او حويلي كښې د ټريفك بنديدو اندېښنه ده،په دې مهال بالائي خېبرپښتونخواه، ګلګت بلتستان او کشمير كښې په ځيني ځايونو د لينډ سلائيډنګ اندېښنه هم شته۔د موسمياتو …
د راروانو 24 ساعتونو په مهال د واوري له امله ناران، کاغان، دير، سوات پشمول مري، ګليات، وادي نيلم، باغ، پونچھ او حويلي كښې د ټريفك بنديدو انديښنه ده۔ موسمياتو محکمه

مزید خبریں
اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د موسمياتو محکمې خبردارې وركړې چې د راروانو 24 ساعتونو په مهال د واوري له امله ناران، کاغان، دير، سوات، کالام، چترال، کوهستان، مانسهره، ايبټ آباد، شانګله، استور، هنزه، اسکردو، مري، ګليات، وادي نيلم، باغ، پونچھ او حويلي كښې د ټريفك بنديدو اندېښنه ده،په دې مهال بالائي خېبرپښتونخواه، ګلګت بلتستان او کشمير كښې په ځيني ځايونو د لينډ سلائيډنګ اندېښنه هم شته۔د موسمياتو محكمې له مخثې د راروانو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم خشك او يخ وي دغسې شمالي / لويديز بلوچستان كښې د وريځ سره د باران او واروي امكان دے ۔ د ګل په ورځ بلوچستان او لاندي خېبرپښتونخوا كښې د وريځ سره د باران امكان دے، خطه پوټھوهار او مينځني پنجاب كښې هم د باران سره د واوري امكان دے۔د تيرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم خشك او يخ دغسې په غريزو سيمو كښې موسم زيات يخ وو۔د اتوار په ورځ ريکارډ کړې شوي کم نه كم درجه حرارت : لهه كښې منفي 11 ،کالام،استور كښې منفي 07، ګوپس ،هنزه،مالم جبه او اسکردو كښې منفي 03 ډګري سينټي ګريډ ريکارډ کړې شوې۔










