بحری ورثه د قومی اثاثې، تعلیم او بلیو اکانومی ودي لپاره ضروري ده۔وفاقی وزیر جنید انوار چوهدری

اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د بحري چارو وفاقی وزیر محمد جنید انوار چوهدری وئيلي چې بحری ورثه قومی اثاثه ده كوم چې ثقافتی شناخت، تعلیم او پائیدار معاشی پرمختګ لپاره په زړه پوري اهميت لري۔ده د موسمیاتی خطرو مخنيوي سره سره بلیو اکانومی ودي په حاجت زور راوړو۔دا خبره ده د اتوار په ورځ د قومی ورثې او كلتور وفاقی وزیر اورنګزیب خان کھچی سره ملاقات كښې …

اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د بحري چارو وفاقی وزیر محمد جنید انوار چوهدری وئيلي چې بحری ورثه قومی اثاثه ده كوم چې ثقافتی شناخت، تعلیم او پائیدار معاشی پرمختګ لپاره په زړه پوري اهميت لري۔ده د موسمیاتی خطرو مخنيوي سره سره بلیو اکانومی ودي په حاجت زور راوړو۔دا خبره ده د اتوار په ورځ د قومی ورثې او كلتور وفاقی وزیر اورنګزیب خان کھچی سره ملاقات كښې كړي چې پكښې بحری ورثے ودې لپاره د روانو اقداماتو جاج اخستلے شوي او بین الوزارتی مرستي لپاره په يو مستقل فریم ورك د خيالاتو څرګندونه شوي۔جنید انوار چوهدری ووئيل د خبرو اترو په مهال پالیسی، تحقیق او تحفظ اقدامات كښې همغږي پيدا كولو ته پام لرنه شي دغسې چې بحری ورثے مؤثره دستاویز بندی وكړې شي او قومی پرمختګ پراخه تګلارو كښې شامل کړې شي۔ده ووئيل د پاکستان يو زر کلومیټره څخه زيات اوږد ساحلِ سمندر پيړو راهسې سوئيلي اسياﺀ د بحرِ هند پراخه نړۍ سره تړي۔ تاریخی بندر ځايوونه،پخوانۍ بحری لاري،د بيړو ملبے، لائټ هاؤسز او كبانو نيونكو كلي د يو اوږد بحری روایت ګواہ دې كوم چې د بده مرغه تر اوسه په بشپړه ډول دستاویزی شکل نه دې اختیار كړې او زيات شوې خطرو سره مخ دي۔وفاقی وزیر ووئيل زمونږ بحری ورثه يواځې تير ريكارډ نه دے بلكه د سباؤن لپاره يو اسټریټجکي اثاثه ده۔د دې دتحفظ سره تعلیم، سیاحت او بلیو اکانومی ته وده ترلاسه كيدے شي او قومی شناخت قوي كيدے شي۔ مناسب منصوبه بندی او شريكي مرستي سره مونږ د خپلي ورثے تحفظ هم كولې شو او سمندرونو معاشی صلاحیت څخه ګټه پورته كولې شو۔ده ووئيل د پاکستان بندر ځايونه او سمندری لاري سيمه ايز تجارت او ثقافتی تبادلو مرکز دې۔د دغه اثاثو تحفظ لپاره په “ټول حکومتی نظام” اډانه تګلاري ته اړتيا ده۔

مزید خبریں