اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم په سپارښتنه د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي پمزروغتون كښې د ترلائي چاؤدنه كښې د ژوبل كسانو تپوس پوښتنه وكړه۔په دې موقع حنيف عباسي ميډيا سره خبرو كښې ووئيل د وزيراعظم په خاص سپارښتنه چاؤدنه كښې د ژوبل كسانو تپپوس پوښتي لپاره راغلې يم،ډاکټرانو او نرسنګ سټاف په ښه ډول خپلي ذمه وارۍ ترسره كړي،د يو رنځور څخه د سهوليات په …
وفاقي وزير حنيف عباسي پمز روغتون كښې د ترلائي چاؤدنه كښې ژوبل شوي كسانو تپوس پوښتنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم په سپارښتنه د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي پمزروغتون كښې د ترلائي چاؤدنه كښې د ژوبل كسانو تپوس پوښتنه وكړه۔په دې موقع حنيف عباسي ميډيا سره خبرو كښې ووئيل د وزيراعظم په خاص سپارښتنه چاؤدنه كښې د ژوبل كسانو تپپوس پوښتي لپاره راغلې يم،ډاکټرانو او نرسنګ سټاف په ښه ډول خپلي ذمه وارۍ ترسره كړي،د يو رنځور څخه د سهوليات په اړه پوښتنه شوي،ټول رنځوران مطمئن دي،د زياتره رنځورانو حالت ښه دے او ځيني به نن او سب ډسچارج کړې شي۔حنيف عباسي ووئيل چا چې په جومات بريد كړې هغه انسان نه درنده دے،پاکستان وړاندې هم د ظالمانو مقابله کړي او اوس به ئې هم كوي،دا په كوم يو مکتبه فکر بريد نه دې بلكه په پاكستان بريد دې۔حنيف عباسي ووئيل د اډياله په خوا كښې د دهرنې په ځائې دې هغوي د اولس د مال او ځان فكر وكړي،مونږ په خپلو پوځي ځوانانو فخر كوو،دا مهال به په ګډه د ترهه ګرۍ مقابله كول وي۔










