لاهور 07 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطا الله تارړ د ترلائی پېښې غندنه كولو سره وئيلي چې ترهه ګر د يو څو روپو په خاطر د مسلمانانو وينه بهاوي،هېواد څخه به ترهه ګري په بشپړه ډول ختمولې شي،د ترلائی په پېښه د هېواد فضا غمجنه ده،د ځانمرګي بريد كونكي شناخت شوے،پلټڼي وراني دي،زمونږ عزم واضحه دے چې ترهه ګر به بخښلې نشي،د ترهه ګرو …
ترهه ګر د يو څو روپو په خاطر د مسلمانانو وينه بهاوي،هېواد څخه به ترهه ګري په بشپړه ډول ختمولې شي۔عطا الله تارړ

مزید خبریں
لاهور 07 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطا الله تارړ د ترلائی پېښې غندنه كولو سره وئيلي چې ترهه ګر د يو څو روپو په خاطر د مسلمانانو وينه بهاوي،هېواد څخه به ترهه ګري په بشپړه ډول ختمولې شي،د ترلائی په پېښه د هېواد فضا غمجنه ده،د ځانمرګي بريد كونكي شناخت شوے،پلټڼي وراني دي،زمونږ عزم واضحه دے چې ترهه ګر به بخښلې نشي،د ترهه ګرو لپاره به زمكه تنګولې شي،د هېواد سلامتيا لپاره پاك پوځ لوئ قربانۍ وركړې دي، حکومت د شهيدانو كورنييو په غم كښې شريك دے،غمجني كورنۍ به يواځې پرېښودلې نشي،د وزیراعظم محمد شهباز شریف په سپارښتنه د ترلائی پېښې ژوبل كسانو له د درملني ښه سهولیات وركړې كيږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ مدرسه منهاج الحسین كښې د ډاکټر محمد حسین اکبر او نورو ر علما کرامو سره پرېس کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د ترلائی په پېښه د هېواد فضا غمجنه ده۔ده ووئيل هېواد كښې د شر خوښۍ او انتها خوښۍ او بدامنۍ خپرولو به چرې هم اجازه ورنه كړې شي،پېښه كښې ككړ كسان به انجام ته رسولې شي۔ده د ترلائي په پېښه كښې په شوې قیمتی انسانی زيان د غم دړد څرګندوني سره ووئيل لمونځ كونكي په نښه كول يو ناوړه او بزدلانه فعل دے د دې چې څورمه هم غندنه وكړې شي كمه ده۔ده ووئيل هېواد كښې امن و امان خرابولو او فرقه واریت خپرولو اجازه به چا له نه شي وركولې، ریاست د اولس د ځان او مال او عبادت ځايونو تحفط له لوظي دے۔ده ووئيل ترهه ګر كوم مذهب او دین نه لري،د هغوي كار يواځې د انسانیت په ضد او شرمناك فعل ترسره كول وي، د يو څو روپو په خاطر د انسانیت قتل کونكې انسان نه بلکه وحشی حیوان دې،هغوي ته انسان وئيل د انسانیت توهین دے۔ وفاقی وزیر ووئيل په پاکستان كښې ترهه ګري كونكي عناصرو ته غیر ملکی ملاتړ ترلاسه دے، دښمن د پاکستان امن، یووالې او پرمختګ ته زيان رسول غواړي، قوم د ترهه ګرۍ په ضد يو موتې دے۔ده ووئيل پېښه كښې ككړ دغه فتنه خوارج ترهه ګرو او د هغوي د سهولت كارو به درك لګولې شي او ډير زر به انتجام ته ورسولې شي۔ده ووئيل د ترلائی پېښي ځانمرګي بريد كونكي شناخت شوے،ځانمرګې بريد كونكې د افغانستان څخه د ترهه ګرۍ کارروائیو تربيه ترلاسه كړي،په دې چاؤدونو كښې هند او افغانستان په شان پلانټډ عناصر ككړ دي، فرانزک ډله او سیکورټی ادارو د پېښې شواهد ترلاسه كړي،نوري پلټني هم رواني دي ډير زر به حقائق اولس ته په ډاګه كړې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل د وزیر اعظم په سپارښتنه او د كورنيو چارو وزیر محسن نقوی د امام بارګاه منتظمینو سره ملاقات کړې، وزیراعظم د پېښې بشپړه او شفاف تحقیقات کولو سپارښتنه كړي او ذمه وارو په سمدستي توګه تعین كولو امر ئې كړې،د امام بارګاه د منتظمین به هر ممکن مرسته او پلټنو باور كولې شي۔ده ووئيل د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې پیغام امن کمېټۍ جوړولو مقصد هم هېواد كښې امن ته وده وركول او د ترهه ګرو بیانیه ختمول دي، پیغام امن کمېټۍ كښې د ټول مکاتب فکر ژګړي شامل دي۔ده ووئيل پېښه كښې ژوبل شوي 170 كسانو له هر ممكن طبی سهولیات وركړې شوي ،د شهيدانو كورنۍ به يواځې نه شي پرېښودلې۔د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل ترهه ګر خپل آخري ساه اخلي، هارډ ټارگټ تر رسنه ختم شوي،اوس سافټ ټارګټ لپاره لرو پرتو سيمو كښې کارروائی كوي،ترهه ګر ختميدونكي دي۔د يوې بلي پوښتني په ځواب وفاقی وزیر ووئيل پاك پوځ او سیکورټی ادارے هېواد د امن مركز جوړولو لپاره شپه ورځ كار كوي٬ پاك پوح د هېواد لپاره قربانۍ وركوي، سیکورټی ادارو كورنۍ او خپل خپلوان په نښه كيږي، اسلام آباد ځانمرګي بريد كښې د اسلام آباد آئی جی علی ناصررضوی مزدې رشته دار هم په نښه شوې،د ترهه ګرو د کارروائیو سره زموڼږ جذبه کميدے نشي بلکه نوره زياتيږي۔ عطاﺀ الله تارړ ووئيل زمونږ د سیکورټی فورسز پوهه نړۍ منلي ده، سیکورټی فورسز په بشپړه ډول چمتو دي، انټیلی جنس بیسډ آپریشن روان وي، جعفر ایکسپریس کامیاب آپریشن د ټولي نړۍ انټیلی جنس ایجنسو د پاکستان اعتراف كړې۔ ده ووئيل مونږ به ترهه ګر چرته هم نه پريږدو،آپریشن رد الفساد او آپریشن ضرب عضب نه پس امن و امان بحال شوې ؤ، طالبان خان سوچ دغه تره هګر بيرته راوستلي دي د كومو د نتيجو سره چې نن مخ يو۔ده ووئيل د دې تره هګرۍ په شا هم پی ټی آئی دې۔ ده ووئيل د كورنيو چارو وزیر او وزارت په بشپړه ډول متحرك دې ۔ پریس کانفرنس كښې وفاقی وزیر عطا الله تارړ د نوابزاده نصرالله خان دا اشعار
اک برقِ بلا کوند ګئی سارے چمن پر
تم خوش که مری شاخِ نشیمن هی جلی هے
کب اشك بهانے سے کټی هے شبِ هجراں!
کب کوئی بلا صرف دعاوں سے ټلی هے!
دو حق و صداقت کی شهادت سرِ مقتل
اټھو! که یهی وقت کا فرمانِ جلی هے!
هم راه روِ دشتِ بلا روزِ ازل سے
اور قافله سالار حسین ابنِ علی هے!
هم ولوستل او د هر ممکن مرستي باور ئې وركړو۔په دې موقع ډاکټر محمد حسین اکبر ووئيل د عبادت ځايونه په نښه كول دانسانیت په ضد لوئ جرم دے، دښمن مونږ كمزوري كول غواړي، پاکستان غیر مستحکم کونكو په ضد ټول قوم يو موټې دے،ترهه ګر به خپل انجام ته رسولې شي،ټول مسلکونه به په ګډه دا سازش ناکامه كوي۔ده ووئيل پاکستان كښې د ترهه ګرۍ لپاره ځائې نشته،د ځانمرګي بريد پلټنو نه پس به حقائق په ډاګه كولې شي۔دې نه پس د ټول مکاتب فکر علماﺀ کرامو د وفاقی وزیر سره په ګډه د لاسونو رنځير جوړ كړو او د اتحاد څركندونه ئې وكړه۔










