اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار وئيلي چې زه د خپل همڅنګو وزير اعظمانو ، خارجه وزيرانو،نړيوالو لارښودو او ملګرو هېوادونو خارجه دفتر مننه كوم چا چې اسلام آباد كښې تيره ورځ شوي بمي چاؤدني نه پس د غمرازۍ، دعاګانو او يووالي پیغامونه رالېږلي دي۔ نائب وزیراعظم د خالي په ورځ په ایکس په خپل يو پوسټ كښې وئيلي چې …
نائب وزیراعظم اسحاق ډار په اسلام آباد كښې د ترهه ګرۍ بريد نه پس د نړيوالي ورورولۍ د اړخه په حمایت د هغوي مننه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار وئيلي چې زه د خپل همڅنګو وزير اعظمانو ، خارجه وزيرانو،نړيوالو لارښودو او ملګرو هېوادونو خارجه دفتر مننه كوم چا چې اسلام آباد كښې تيره ورځ شوي بمي چاؤدني نه پس د غمرازۍ، دعاګانو او يووالي پیغامونه رالېږلي دي۔ نائب وزیراعظم د خالي په ورځ په ایکس په خپل يو پوسټ كښې وئيلي چې په دې سخت وخت كښې د هغوي د مرستې او يووالي په حمايت مننه كوم۔ نائب وزیراعظم سینیټر محمد اسحاق ډار ووئيل پاکستان د هر ډول ترهه ګرۍ په ضد كلك موقف لري او د خپل اولس تحفظ، امن او نړيوالي خطرے مخنيوي لپاره د نړيوالي ورورولۍ سره د مرستي په عزم ولاړ دے۔ده ووئيل د پاکستان وسله وال ځواكونه، قانون نافذ کونكي ادارے او پولیس د اوږدې مودې راهسې د دې خطرې مقابله كوي دغسې سول انتظامیه او فرسټ رسپانډرز د دې پېښې نه پس اثرات سنبھالولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ سینیټر محمد اسحاق ډار ووئيل زمونږ خیالات او دعاګاني د شهيدانو،ژوبل كسانو او د هغوي د كورنيو سره دي۔ده ووئيل د پاكستان حکومتِ ټولو ځپليو له ټول ضروری معاونت او مرسته وركوي۔ نائب وزیراعظم ووئيل پاکستان به خپل امن و استحکام په ضد كوم هم خطر د پريكړې وړ ځواب وركولو لپاره لوظي وي۔










