د سېنېټ چيئرمېن د کمبوډيا سرکاري دوره پائې ته ورسيده

اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د کمبوډيا سرکاري دوره پائې ته ورسيده۔په دې مهال د سېنېټ چيئرمېن د کمبوډيا اعليٰ قيادت سره ملاقاتونه كړي چې پكښې د پاکستان او کمبوډيا ترمينځه پارليماني مرستي زياتولو ته سلا راغلي۔ کمبوډيا به 2026 كښې نړيوال بين الپارليماني سپيکرز کنفرنس کوربه توب كوي،د سېنېټ چيئرمېن د کمبوډيا بادشاه او وزيرِاعظم سره هم ملاقات كړې،چې پكښې …

اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د کمبوډيا سرکاري دوره پائې ته ورسيده۔په دې مهال د سېنېټ چيئرمېن د کمبوډيا اعليٰ قيادت سره ملاقاتونه كړي چې پكښې د پاکستان او کمبوډيا ترمينځه پارليماني مرستي زياتولو ته سلا راغلي۔ کمبوډيا به 2026 كښې نړيوال بين الپارليماني سپيکرز کنفرنس کوربه توب كوي،د سېنېټ چيئرمېن د کمبوډيا بادشاه او وزيرِاعظم سره هم ملاقات كړې،چې پكښې تجارت، سرمايه کارۍ او اوسي رابطو په وده زور راوړې شوے۔د سېنېټ سکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د کمبوډيا قومي اسمبلۍ وړومبۍ ميرمن صدري سره د سېنېټ چيئرمېن ملاقات کړې چې پكښې يوسف رضا ګيلاني د کمبوډيا له اسلام آباد كښې سفارتي مشن جوړولو تجويز وركولو سره د کمبوډيا وزيرِاعظم له د پاكستان دورے بلنه وركړي۔په دې موقع پاکستان–کمبوډيا د ملګرتيا اړيكو له قوي د عزم پخلے وشو۔د سېنېټ چيئرمېن د کمبوډيا قيادت او اولس مننه وكړه۔پاکستان د پارليماني سفارت کارۍ د لارې نړيوالي مرستي وي پخلے وكړو۔

مزید خبریں