لاهور 07 فروري (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي د پاکستان په آئين كښې بدلون كولو اختيار يواځي پارليمنټ سره دے، وخت سره به واضحه شي چې 26م آئيني ترميم پريكړه سمه ثابتيږي يا نه۔د خالي په ورځ عاصمه جهانګير کانفرنس ته وينا كښې ده ووئيل 26م آئيني بدلون د يو آئيني عدالت جوړولو ضرورت ترمخه شوې۔ وفاقي وزير ووئيل تير وخت …
د پاکستان په آئين كښې بدلون كولو اختيار يواځي پارليمنټ سره دے۔ د قانون و انصاف وفاقي وزير

مزید خبریں
لاهور 07 فروري (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي د پاکستان په آئين كښې بدلون كولو اختيار يواځي پارليمنټ سره دے، وخت سره به واضحه شي چې 26م آئيني ترميم پريكړه سمه ثابتيږي يا نه۔د خالي په ورځ عاصمه جهانګير کانفرنس ته وينا كښې ده ووئيل 26م آئيني بدلون د يو آئيني عدالت جوړولو ضرورت ترمخه شوې۔ وفاقي وزير ووئيل تير وخت كښې په ځيني موقعو سپريم کورټ د دائره اختيار څخه بهر شوې دغسې نظرثانۍ كښې د مرګ سزا نه پس پريكړې غلط هم ثابت شوې۔ده ووئيل 26م آئيني ترميم په اړه بېلو حلقو سره مشاورت شوې او ملګري اعتماد كښې اخستلې شوي۔ده ووئيل د دې ترميم ترمخه آئيني بنچز جوړولو تصور وړاندې كړې شوي دغسې تير وخت كښې په 19م آئيني ترميم هم اعتراضات رامخې ته شوې وو۔سينيټراعظم نذير تارړ ووئيل د ججانو د تبادلو په معامله صدر مملکت، وزيراعظم و چيف جسټس آف پاکستان سره مشاورت به كولې شي او د ججانو کارکردګي تر نظر ساتلو سره به پريكړې كولې شي۔ده ووئيل كه پنجاب او اسلام آباد كښې ښه ججان موجود دي نو اندرون سندھ او خېبرپښتونخوا وګړي هم مساوي حق لري۔ده ووئيل آئيني عدالت خپل كار پېل كړے،وخت سره سره به د هغې نتيجې رامخې ته شي،په قانون عملدرآمد ضروري او كه څوك هم ريډ لائن کراس کوي نو نتيجې به ئې رامخې ته كيږي۔وفاقي وزيرِ ووئيل مسنګ پرسنز معامله يواځې تر پاکستان محدود نه بلکه دا د ټولي نړۍ يوه لويه مسئله ده۔ده ووئيل زه پخپله د بے دركه كسانو په اړه د جوډيشل کمېشن برخه يم او په دې معاملے په ذاتي توګه كار كوم۔وفاقي وزيرِ ووئيل حکومت په دې حساس مسئله په سنجيدګۍ سره كار كوي او جوډيشل کمېشن خپل كار ذمه وارۍ سره ترسره كوي۔دې څخه وړاندې ده د وينا په پېل د ګډون كونكو مننه كولو سره کنفرنس كول خوشبينه وګرځولو ۔ ده ووئيل كومه هم ټولنه كښې امن او پرمختګ لپاره به ټولو له كردار ترسره كول وي۔










