ټوله نړۍ كښې پاکستان ته د خپل دفاعی صلاحیتونو په وجه په زړه پورې مقام ترلاسه شوے۔وفاقی وزیر رانا تنویر حسین

شیخوپورہ 07 فروري (اے پي پي) وفاقی وزیر رانا تنویر حسین د شیخوپورہ پریس کلب د سوګند پورته كولو دستوره كښې ګډون وكړو۔په دې موقع په خپله وينا كښې ده ووئيل پاك پوځ په روایتی او جدید ټیکنالوجی اډانه جنګ كښې بشپړه پوهه لري او ټوله نړۍ كښې پاکستان ته د خپل دفاعی صلاحیتونو په وجه په زړه پورې مقام ترلاسه شوے،ده ووئيل ګڼ هېوادونه دفاعی څانګه كښې د پاکستان …

شیخوپورہ 07 فروري (اے پي پي) وفاقی وزیر رانا تنویر حسین د شیخوپورہ پریس کلب د سوګند پورته كولو دستوره كښې ګډون وكړو۔په دې موقع په خپله وينا كښې ده ووئيل پاك پوځ په روایتی او جدید ټیکنالوجی اډانه جنګ كښې بشپړه پوهه لري او ټوله نړۍ كښې پاکستان ته د خپل دفاعی صلاحیتونو په وجه په زړه پورې مقام ترلاسه شوے،ده ووئيل ګڼ هېوادونه دفاعی څانګه كښې د پاکستان سره مرسته كښې خوښي لري او دا باور د پاك پوځ د پیشه وره قابلیت ښكاره ثبوت دے۔ده ووئيل د پي ډي ايم په دور حکومت او موجودہ دور كښې پاك پوځ د قومی سلامتیا لپاره مهمي او د پريكړې وړ كردار ترسره كړې،د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ شمولیت سل فیصده دے او دښمن د مقابلے كولو جرات نه لري دې لپاره د پراکسیز د لارې کارروائی كوي خو قوم او ادارے به په ګډه دغه ټول سازشونه ناكامه كړي۔رانا تنویر حسین ووئيل څه ډول چې 2013 كښې د ترهه ګرۍ بشپړه خاتمه ممکن شوې وه هغسې به بيا هم دغه هدف ترلساه كړو۔د پاك پوح او نورو ادارو قربانۍ قوم چري هم نه شي هيرولې او د پاك پوځ کمزورې كول په اصل كښې د پاکستان د کمزورې كولو مترادف دے ، د قوم سلامتيا د قوي ادارو سره تړون لري ٬ ځوانان او افسران د هېواد دفاع لپاره قربانۍ وركوي او د ترهه ګرۍ په شان فتنې مقابله د قومی اتحاد سره ممكن ده،دا مهال هېواد ته تر ټولو زيات اتحاد او يووالي حاجت دے دغسې چې نوي نسلونو له قوي او امناكه پاکستان وركړې شي۔آخر كښې ده ووئيل د شیخوپورہ صحافتی تاریخ د فخر وړ دے او د دې ځائې خبريالانو عمر له ذمه واره کردار ترسره كړے۔

مزید خبریں