اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) د پاكستان او كاناډا ترمينځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت 6م دور اسلام آباد كښې شوې۔د پاكستان د اړخه خارجه وزارت خصوصي سيكرټري (ملګري ملتونه) نبيل منير، ډائريكټر جنرل (امريكاز) سره مشاورت كښې شريك شوې دغسې د كاناډا پلاوي مشري ګلوبل افيئرز كاناډا اسسټنټ ډپټي منسټر (انډو پيسفك) ويلډن ايپ كوله چې ورسره په اسلام آباد كښې د كاناډا هائي كمشنر طارق علي …
د پاكستان او كاناډا ترمينځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت 6م دور اسلام آباد كښې وشو۔خارجه دفتر

مزید خبریں
اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) د پاكستان او كاناډا ترمينځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت 6م دور اسلام آباد كښې شوې۔د پاكستان د اړخه خارجه وزارت خصوصي سيكرټري (ملګري ملتونه) نبيل منير، ډائريكټر جنرل (امريكاز) سره مشاورت كښې شريك شوې دغسې د كاناډا پلاوي مشري ګلوبل افيئرز كاناډا اسسټنټ ډپټي منسټر (انډو پيسفك) ويلډن ايپ كوله چې ورسره په اسلام آباد كښې د كاناډا هائي كمشنر طارق علي خان هم وو۔د خالي په ورځ د خارجه دفتر له مخې ډلو د پاكستان د نائب وزيراعظم و خارجه وزير او كاناډا خارجه وزير ترمينځه اوسني معني لرونكې رابطو په نتيجه كښې دوه اړخيزه اړيكو كښې پرله پسې په پيش رفت د اطمينان څرګندونه كړه۔دوي ووئيل دې اعليٰ پائې رابطو د شراكت دارۍ سټريټجك لارښودي ته نوې رفتار وركړې۔دوي شريكو اړيكو لا قوي كولو د عزم پخلے هم وكړو۔ دواړه اړخه د دې خبري اعتراف شوے چې شريكو اړيكو كښې ښه والې راغلے دغسې تر اوسه غير استعمال شوې امكانات لا شته،ډلو په دې لړ كښې د موجوده معاهدو موثره نفاذ ښه كولو او مرستي نوي څانګي په ګوته كولو ته سلا شوي۔دوي تجارت او اقتصادي مرستي په وده ٬ كاروباري ورورولۍ له زيات معاونت وركولو، تجارتي پلاويو سهولت او اداره جاتي رابطو قوي كولو په اهميت زور راوړې۔ډلو دتجارت و سرمايه كارۍ، زراعت او زرعي ټيكنالوجي، كان كني و معدنيات، توان، ماحولياتي بدلون، مصنوعي ذهانت او انفارمېشن و كميونيكيشن ټيكنالوجي، هنرمند افرادي قوت پرمختګ، تعليم و تحقيق، سياحت او اولسي رابطې زياتول مهم محركات ګرځولي۔دوي كوټلي او په شريك ډول ګټه ور پرمختګ ترلاسه كولو كښې د سرمايه كارۍ په مركزي كردار هم زور راوړو او نجي څانګي موقعو څخه ګټي پورته كولو ته ترغيب وركولو ته سلا شوي۔ بيان له مخې ډلو په نړيوال او سيمه ايز صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه كړي او د شريكي خوښې په ګڼ اړخيزه چارو ئې خبري اتري كړي۔










