اسلام آباد 06 فروری(اے پی پی)د اسلام آباد په ترلائي سيمه كښې خدیجۃ الکبریٰ امام بارګاه كښې د جمعې مونځ په مهال د شوې چاودنې په نتيجه كښې لږ تر لږه 31 كسان شهيدان شوي او 169 كسان ژوبل شوي دي ۔د پېښې نه پس په وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې ايمرجنسي نافذ كړی شوې۔د سركاري ذريعو له مخې په حق رسېدلي او ژوبل شوي كسان په سمدستي توګه پمز٬پولي …
اسلام كښې چاودنه٬ 31 كسان شهيدان٬ 169 ژوبل٬ټول ښار كښې ايمرجنسي نافذ

مزید خبریں
اسلام آباد 06 فروری(اے پی پی)د اسلام آباد په ترلائي سيمه كښې خدیجۃ الکبریٰ امام بارګاه كښې د جمعې مونځ په مهال د شوې چاودنې په نتيجه كښې لږ تر لږه 31 كسان شهيدان شوي او 169 كسان ژوبل شوي دي ۔د پېښې نه پس په وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې ايمرجنسي نافذ كړی شوې۔د سركاري ذريعو له مخې په حق رسېدلي او ژوبل شوي كسان په سمدستي توګه پمز٬پولي كلينك روغتون٬روال روغتون٬نېشنل انسټي ټيوټ آف هېلت٬(اين آئي ايچ) او ايچ بي ايس روغتون ته منتقل كړے شوي چرته چې ژوبل شيو ته طبي مرسته وركولو لپاره هنګامي اقدامات شوي۔ د چارواكو وينا ده چې په ټولو لويو روغتونونو كښې ايمرجنسي نافذ كړی شوې او ډاكټران٬پيراميډيكل سټاف او انتظاميه هائي الرټ كړې ده۔سينئر هېلت افسران د علاج او د مرستې كاروائۍ څارنه كوي۔د ابتدائي اطلاعات له مخې چاودنه مبينه ځانمرګے بريد ګرځولے شوے خو د پېښې نوعيت او حالات معلومولو له پلټنې روانې دي۔د چاودنې ځايې په بشپړه توګه سيل كړے شوے او امنيتي ځواكونو سيمه كښې سرچ او كليئرنس آپرېشن پېل كړے دے۔ايس ايس پي آپرېشنز قاضي علي رضا په موقع موجود دے٬ د امنيتي انتظامات پشمول د پلټنو څارنه كوي۔د پیښې نه پس اسلام آباد آئي جي سيد علي ناصر رضوي په ښار كښې ايمرجنسي نافذولو سره ټول پوليس فارميشنز ته د هائي الرټ هدايت جاري كړے دے٬ دغسې چې كومه هم بله ناخوشګواره پیښې څخه بچ شو۔چارواكو تصديق كړے چې شهيدو شوو كښې د اسلام آباد آئي جي فرسټ كزن هم شامل دے۔پوليس چارواكو د بريد سختې غندنې كولو سره وئېلي دي د وګړو تحفظ او امن او امان په ځاے ساتلو لپاره ټول ترلاسه وسائل كارولې كيږي۔










