اسلام آباد۔6فروري (اے پي پي)د اسلام آباد كښې په امام بارګاہ كښې د شوې خودکش چاودنې نه پس د صحت وفاقي وزیر مصطفیٰ کمال په امر دي وفاق تر انتظام لاندې ټولو سرکاري روغتونونو كښې سمدستي ایمرجنسي نافذ کړې شوې ده ۔ د صحت وزارت نه جاري بیان تر مخه هسپتالونو كښې د داروګانو ، طبي آلات او نورو ضروري انتظامات په هر صورت باوري كولې شي ۔ ده ووئېل …
د روغتيا وفاقي وزیر مصطفیٰ کمال په امر د وفاق تر سېوري لاندې ټولو سرکاري روغتونونو كښې سمدستي ایمرجنسي نافذ کړې شوه

مزید خبریں
اسلام آباد۔6فروري (اے پي پي)د اسلام آباد كښې په امام بارګاہ كښې د شوې خودکش چاودنې نه پس د صحت وفاقي وزیر مصطفیٰ کمال په امر دي وفاق تر انتظام لاندې ټولو سرکاري روغتونونو كښې سمدستي ایمرجنسي نافذ کړې شوې ده ۔ د صحت وزارت نه جاري بیان تر مخه هسپتالونو كښې د داروګانو ، طبي آلات او نورو ضروري انتظامات په هر صورت باوري كولې شي ۔ ده ووئېل د ډاکټرز، نرسز او پیرامیډیکل سټاف رحصتۍ منسوخ کرې شوي دي ٬ دغسې چې ژوبل شوو ته په وخت او معیاري طبي سهولیاتوركړے شي ۔ مصطفیٰ کمال ووئېل پمز هسپتال او پولي کلینک هسپتال بشمول ټولو وفاقي هسپتالونو كښې ایمرجنسي سروسز په مکمل توګه فعاله كړې شوي او حکومت ژوبل شوو ته د علاج معالجې لپاره تر لاسه ټول وسائل كاروي ۔ ده واضحه كړه چې د ځپلو كسانو په علاج كښې به كومه بې غوري برداشت نه كړې شي او زه پخپله د صورتحال څارنه كوم۔ وفاقي وزیر ځان مرګې چاودنه د غندلو وړ او ډېره افسوسناکه ګړځولو سره ووئېل د بې ګناه وګرو په نخښه كونكے د انسانیت دښمن دے۔










