د قامي اسمبلۍ اسپيكر د پنډۍ په پېوست سيمه كښې په امام بارګاہ كښې د ځان مرګي بريد سخته غندنه وكړه

اسلام آباد۔6فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د فتنه الهندوستان څخه تعلق لرونكې ځان مرګي د اړخه د پنډۍ د پېوست سيمې په امام بارګاہ كښې د ځان مرګي بريد سختې غندنې كولو سره په قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔ د جمعې په ورځ خپل د غندنې بيان كښې ده د شهدا کورنيو سره د زړه نه خوا …

اسلام آباد۔6فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د فتنه الهندوستان څخه تعلق لرونكې ځان مرګي د اړخه د پنډۍ د پېوست سيمې په امام بارګاہ كښې د ځان مرګي بريد سختې غندنې كولو سره په قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔ د جمعې په ورځ خپل د غندنې بيان كښې ده د شهدا کورنيو سره د زړه نه خوا خوږي ښكاره كولو سره ووئېل په چاودنه كښې د شهيدو شوو كسانو د كورنيو په غم كښې غم او دړد كښې برابر شریک يم ، په بے ګناہ او معصومو مونځ ګزارو د ترهه ګرۍ بريد يو بزدلانه فعل دے ، د دې چې څومره هم غندنه اوشي لږه ده ، ترهه ګر د انسانیت دښمنان دي ، د هغوي كوم مذهب سره هيڅ تعلق نشته۔ د فتنه الهندوستان څخه تعلق لرونكې ترهه ګر به پخپلو ناپاکه عزائمو كښې كله هم کامیاب نشي ۔ ده ووئېل د فتنه الهندوستان ترهه ګرو بزدلانه کارروائۍ د ترهه ګرۍ خلاف د امنيتي ځواكونو او د قام عزم متزلزل كولې نشي ۔ سپیکر سردار ایاز صادق په چاودنه كښې د ژوبل شوو كسانو زر روغتيا او د شهدا لوړو درجو او د كورنيو صبر له دعا وكړه ۔

مزید خبریں