اسلام آباد۔6فروري (اے پي پي) پاکستان او ازبکستان د بدعنوانۍ خلاف د شريكو هلو ځلو مؤثره كولو لپاره مهم پیشرفت کولو سره د مفاهمت يو یادداښت (ایم او یو) لاس ليك كړے شوے ۔ دا لوظ نامه د ازبکستان اینټي کرپشن ایجنسۍ (اے سي اے یو) او د پاکستان د قومي احتساب بیورو (نیب) تر مينځه وشوه۔ د وياند تر مخه په مفاهمتي یادداښت د لاس ليك دستوره اسلام آباد …
د پاکستان او ازبکستان تر مينځه د بدعنوانۍ خلاف د مرستې مضبوطولو لپاره په مفاهمتي یادداښت لاس ليك

مزید خبریں
اسلام آباد۔6فروري (اے پي پي) پاکستان او ازبکستان د بدعنوانۍ خلاف د شريكو هلو ځلو مؤثره كولو لپاره مهم پیشرفت کولو سره د مفاهمت يو یادداښت (ایم او یو) لاس ليك كړے شوے ۔ دا لوظ نامه د ازبکستان اینټي کرپشن ایجنسۍ (اے سي اے یو) او د پاکستان د قومي احتساب بیورو (نیب) تر مينځه وشوه۔ د وياند تر مخه په مفاهمتي یادداښت د لاس ليك دستوره اسلام آباد كښې وشوه چې پكښې د دواړو هېوادونو سینئر چارواكو ګدون وكړو ۔ په دې موقع دا امر رامخې ته كرے شو چې دا لوظنامه د ملګرو ملتونو د بدعنوانۍ مخ نيوي کنونشن (یو این سي اے سي )سره د دواړو هېوادونو د تړون او د بدعنوانۍ خلاف د شريك عزم مظهر ده ۔ په لوظنامه د نیب ډپټي چیئرمین سهیل ناصر او دِ ازبکستان صدر د خارجه پالیسۍ صلاحكار عبدالعزیز کامیلوو استازي لاس ليك وكړو ۔ د دې مفاهمتي یادداښت تر مخه به د دواړو ادارو تر مينځه ادارہ جاتي هم غږۍ، شريكې مرستې او د كار استعدادِ زياتېدو له يو جامع فریم ورک وركړے شوے ۔ د مفاهمتي یادداښت مهم نکات كښې د بدعنوانۍ جدید د واردات طرېقې او رحجانات په اړه د معلومات تبادله ، فني مرسته د پوهانو او د افرادي قوت تبادله شامله ده ۔د دې نه پرته د فارنزک تحقیقات، اثاثه جات تفتیش، د فارنزک انجینئرنګ او مني لانډرنګ خلاف اقدامات كښې په مرسته هم اتفاق کړے شوے ۔ په لوظ نامه كښې د صلاحیتونو جوړولو او د اولس خبرتيا پروګرامونو ته هم خاص اهمیت وركړے شوزے دے۔ دستورې ته خطاب کښې د دواړو هېوادونو اینټي کرپشن ایجنسیو مشرانو دا هيله څرګنده كړه چې دا لوظ نامه د ادارہ جاتي روابط به لا مضبوط كړي او د احتسابي نظام مؤثریت به زيات كړي ۔د دې نه پس، میډیا ته خبرو كښې ډپټي چیئرمین نیب سهیل ناصر ووئېل بدعنواني د اقتصادي ترقۍ او د اولسي باور په تر لاسه كولو كشې لوي خنډ دے ۔ ده زور راوړو چې مالی جرائم او د غیر قانوني اثاثو د پولې نه پورې نوعیت له امله نړيواله مرسته ضروري ده ۔










