د امریکې او ایران ترمينځه د جنګ مخ نيوي له په زړه پورې هلې ځلې كوو ،ترک صدر

قاهرہ۔6فروري (اے پي پي) ترکیه وئېلي دي مينځني ختيز كښې د امریکې او ایران تر مينځه د تاو تريخوالي په مهال د يو نوي جنګ مخ نيوي له هلې ځلې كوو ۔ د العربیه اردو تر مخه دا خبره ترک صدر رجب طیب اردوان تېره ورځ د مصر دورې نه په ستنېدو الوتكه كښې خبريالانو سره خبرو كښې وكړه ۔ هغه د دې خبرې تصدیق کړے دے چې زمونږ هېواد …

قاهرہ۔6فروري (اے پي پي) ترکیه وئېلي دي مينځني ختيز كښې د امریکې او ایران تر مينځه د تاو تريخوالي په مهال د يو نوي جنګ مخ نيوي له هلې ځلې كوو ۔ د العربیه اردو تر مخه دا خبره ترک صدر رجب طیب اردوان تېره ورځ د مصر دورې نه په ستنېدو الوتكه كښې خبريالانو سره خبرو كښې وكړه ۔ هغه د دې خبرې تصدیق کړے دے چې زمونږ هېواد مينځني ختيز کښې د امریکې او ایران تر مينځه د تا تريخوالي په يو نوې نښته كښې د كېښوتو مخ نيوي له سخت محنت کوي ۔ په جوهري پروګرام عمان كښې د جمعې په ورځ كېدونكې خبرې به د امریکې او ایران قیادت په كچه ګتورې وي ۔ هغه دا هم اشارہ وركړه چې ترکیه د تاو مخ نيوي له خپلې ټولې هسې كوي ۔ ترک صدر ووئېل تر څو كالو مونږ د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ سره د خپلو اړيكو مضبوطولو لپاره کار كړے دے او د مينځني ختيز او د دغې نه وړاندې يې د انقرہ سفارتي مخ ملازې ته پراختيا وركړې ده ۔

مزید خبریں