اسلام آباد06 فروری(اے پي پي)د وزيراعظم د بين الصوبائي رابطه صلاحكار رانا ثناﺀ الله خان وئېلي دي بسنت د پنجاب تهوار دے ٬ دا جشن تعبيرول افسوسناك دے٬ د باني پي ټي آئي ملاقات په اړه په عدالتي حكم د جوړ كړي ريګوليشنز په خلاف ورزۍ بندېز لګولے شوے٬كه دوي چرته په حق وي نو پي ټي آئي ولې عدالت ته نه ځي۔د جمعې په ورځ د سينيټ غونډې په …
د باني پي ټي آئي ملاقات په اړه په عدالتي د حكم جوړ ريګوليشنز په خلاف ورزۍ بندېز لګولے شوے۔رانا ثناﺀ الله خان

مزید خبریں
اسلام آباد06 فروری(اے پي پي)د وزيراعظم د بين الصوبائي رابطه صلاحكار رانا ثناﺀ الله خان وئېلي دي بسنت د پنجاب تهوار دے ٬ دا جشن تعبيرول افسوسناك دے٬ د باني پي ټي آئي ملاقات په اړه په عدالتي حكم د جوړ كړي ريګوليشنز په خلاف ورزۍ بندېز لګولے شوے٬كه دوي چرته په حق وي نو پي ټي آئي ولې عدالت ته نه ځي۔د جمعې په ورځ د سينيټ غونډې په مهال د مخالفې ډلې مشر علامه ناصر عباس او سينيټر كامران مرتضٰی د اعتراض په نكته وضاحت كښې د وزيراعظم صلاحكار رانا ثناﺀ الله ووئيل بسنت د پنجاب يو تهوار دے٬دا د جشن څخه تعبيرول نامناسب دے۔د دې پېښې څخه څو مياشتې وړاندې د دې تهوار اعلان شوے ؤ ٬خلقو په خپله چمتو والے نيولے دے ۔ده ووئيل كه چرې څوك قانون ماتوي نو د هغوي څخه پوښتنه كوم٬ باني پي ټي آئي هسې د ملاقات معامله هره ورځ پورته كوي٬عدالت د هغوي په خواست ريګوليشنز جوړ كړي ؟هغه ذمه واري نه ده ترسره كړې شوې ٬د قانون خلاف ورزۍ له امله كه بندېز لګولے شوے نو بيا دې عدالت ته لاړ شي٬ولې د عدالت تللو څخه ډډه كوي۔دا وئېلې كيږي چې په امناك احتجاج ګرفتارۍ شوي ٬پي ټي آئي او پرامن احتجاج جلا جلا څيزونه دي۔










