عمران خان ته د زندان دننه د هغه پوزېشن او عدالتي حكم له مخې آسانۍ وركړې كيږي٬علاج هم د هغه د خوښې كيږي۔رانا ثناﺀ الله

اسلام آباد06 فروری(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بين الصوبائي رابطې صلاحكار رانا ثناﺀ الله خان وئيلي دي عمران خان ته د زندان دننه د هغه د پوزېشن او عدالتي حكم له مخې آسانۍ وركړې كيږي٬علاج هم د هغه د خوښې له مخې كيږي۔په سينيټ كښې د مخالفې ډلې مشر علامه راجه ناصر عباس د اعتراض په نكته وضاحت كولو سره د وزيراعظم صلاحكار رانا ثناﺀ الله خان …

اسلام آباد06 فروری(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بين الصوبائي رابطې صلاحكار رانا ثناﺀ الله خان وئيلي دي عمران خان ته د زندان دننه د هغه د پوزېشن او عدالتي حكم له مخې آسانۍ وركړې كيږي٬علاج هم د هغه د خوښې له مخې كيږي۔په سينيټ كښې د مخالفې ډلې مشر علامه راجه ناصر عباس د اعتراض په نكته وضاحت كولو سره د وزيراعظم صلاحكار رانا ثناﺀ الله خان ووئېل عمران خان ته د زندان دننه د هغه د پوزېشن او عدالتي حكم له مخې آسانۍ وركړې كيږي او تر دې چې د هغه علاج هم د هغه د خوښې له مخې كيږي۔ سينيټر اعظم سواتي د اعتراض په نكته خبره كولو سره رانا ثناﺀ الله خان ووئېل د اعظم سواتي د دې خبرې هركلے كوو په كوم كښې چې هغه اعتراف كړے چې زمونږ څخه هم تېروتنې شوي دي۔ده ووئيل د 26 نومبر احتجاج څخه وړاندې يوه شپه او ورځ د خبرو اترو عمل روان ؤ ٬ په دې مهال ځينې څيزونه ترسره شوي وو خو د پي ټي آئي لخوا په هغې عمل ونه كړے شو۔

مزید خبریں