اسلام آباد۔6فروري (اے پي پي) د سږ كال وړورمبے د پولیو مخ نيوي قامي كمپائن په ټول هېواد كښې په پينځمه ورځ هم په کامیابۍ سره روان دے ۔ د نیشنل ایمرجنسي آپریشن سینټر (این اي او سي) تر مخه د كمپائن په وړومبو څلورو ورځو كښې د ټول هېواد 4 کروړه 22 لاکھه نه زياتو كوچنيانو ته د پولیو مخ نيوي څاڅكي وركړے شوي دي ۔ د نیشنل اي …
د پولیو مخ نيوي كمپائن په ګرد هېواد كښې روان دے

مزید خبریں
اسلام آباد۔6فروري (اے پي پي) د سږ كال وړورمبے د پولیو مخ نيوي قامي كمپائن په ټول هېواد كښې په پينځمه ورځ هم په کامیابۍ سره روان دے ۔ د نیشنل ایمرجنسي آپریشن سینټر (این اي او سي) تر مخه د كمپائن په وړومبو څلورو ورځو كښې د ټول هېواد 4 کروړه 22 لاکھه نه زياتو كوچنيانو ته د پولیو مخ نيوي څاڅكي وركړے شوي دي ۔ د نیشنل اي او سي تر مخه پنجاب كښې 2 کروړه 24 لاکھه نه زياتو، سندھ كښې 1 كروړ 95 لاکھه 85 زره نه زياتو، خیبر پښتونخوا كښې د 67 لاکھه 64 زره نه زياتو ، بلوچستان كښې نزدې د 20 لاکھه 55 زره نه زياتو ، اسلام آباد كښې د 4 لاکھه 54 زره نه زياتو ، ګلګت بلتستان كښې د 2 لاکھه 61 زره نه زياتو او په آزاد کشمیر كښې د 6 لاکھه 73 زره نه زياتو ماشومانو ته د پولیو څاڅكي وركړې شوي دي ۔ په ټول هېواد كښې د 4 لاکھه نه زيات پولیو ورکرز كور په كور تګ سره د 5 كالو نه كم عمر ماشومانو ته د پولیو د مخ نيوي څاڅكي وركوي ۔ نیشنل اي او سي والدین ته غږ كړے دے چې هغوي د پولیو ورکرز لپاره دروازې بېرته كړي او خپلو بچو ته د پولیو مخ نيوي څاڅكي لازمي وركړي ۔ د نیشنل اي او سي تر مخه د پولیو دلې سره د رابطې لپاره هیلپ لائن 1166 باندې کال یا په 7776546- 0346 واټس ایپ پیغام لېږلې كېدې شي ۔ د نیشنل اي او سي تر مخه د پولیو كمپائن پاکستان او افغانستان كښې په يو وخت پېل دے ۔










