قامي اسمبلۍ د ایسوسي ایټډ پریس آف پاکستان د ترمیمي بل 2025 پشمول د دريو بلونو منظوري وركړه

اسلام آباد۔6فروري (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د ایسوسي ایټډ پریس آف پاکستان بدلون بل 2025 بشمول د دريو بلونو منظوري وركړې شوه، د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې وفاقي وزیر قیصراحمد شیخ د اطلاعات او نشریات وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ د اړخه د پاکستان الیکټرانک میډیا ریګولیټري اتھارټي ترمیمي بل 2025 د قامي اسمبلۍ قائمه کمیټۍ د اړخه په منظور کړي صورت د غور …

اسلام آباد۔6فروري (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د ایسوسي ایټډ پریس آف پاکستان بدلون بل 2025 بشمول د دريو بلونو منظوري وركړې شوه، د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې وفاقي وزیر قیصراحمد شیخ د اطلاعات او نشریات وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ د اړخه د پاکستان الیکټرانک میډیا ریګولیټري اتھارټي ترمیمي بل 2025 د قامي اسمبلۍ قائمه کمیټۍ د اړخه په منظور کړي صورت د غور كولو تحریک وړاندې كړو ، په اجازه تر لاسه كېدو بل ایوان كښې وړاندې كړے شو ۔ د دې نه پس ایوان د بل شق وار منظوري وركړه۔ غونډه كښې وفاقی وزیر قیصر احمد شیخ د اطلاعات ا ونشریات وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ د اړخه د ایسوسي ایتډ پریس آف پاکستان ترمیمی بل 2025 د قامي اسمبلۍ قائمه کمیټۍ د اړخه په منظور شوي صورت د غور كولو تحریک وړاندې كړو ، په اجازه تر لاسه كېدو ده بل ایوان كښې ایوان كښې وړاندې كړو ۔ دغې نه پس ایوان د بل شق وار منظوري وركړه ۔ دغسې وفاقی وزیر قیصراحمد شیخ د اطلاعات ا ونشریات وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ د اړخه د ورځپاڼو ملازمین (شرائط ملازمت) ترمیمي بل 2025 د قامي اسمبلۍ د قائمه کمیټۍ د اړخه په منظور شوي صورت د غور لپاره تحریک وړاندې کړو ٬ په اجازه تر لاسه كېدو هغه بل ایوان كښې وړاندې كړو ۔دغې نه پس ایوان د بل شق وار منظوري وركړه ۔

مزید خبریں