د كورنيو چارو وزیر محسن نقوي دبئئ كښې په ورلډ ګورنمنټس سمټ كښې ګدون ، د یو اے اي او روانډا خپلو هم څنګو سره ملاقاتونه ، هغه د اے سي سي ھیډ کوارټر دورہ هم وكړه

دبئي 6فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي محسن نقوي دبئي كښې په تابيا شوي ورلډ ګورنمنټس سمټ كښې ګدون وكړو چرته چې هغه د یو اے اي او رواندا خپلو هم منصبو سره مهم ملاقاتونه وكړل او د اے سي سي هیډ کوارټر دورہ يې هم وكړه ۔ محسن نقوي د متحدہ عرب امارات نائب وزیراعظم او داخله وزير لیفټیننټ جنرل شیخ سیف بن زید النهیان سره هم …

دبئي 6فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي محسن نقوي دبئي كښې په تابيا شوي ورلډ ګورنمنټس سمټ كښې ګدون وكړو چرته چې هغه د یو اے اي او رواندا خپلو هم منصبو سره مهم ملاقاتونه وكړل او د اے سي سي هیډ کوارټر دورہ يې هم وكړه ۔ محسن نقوي د متحدہ عرب امارات نائب وزیراعظم او داخله وزير لیفټیننټ جنرل شیخ سیف بن زید النهیان سره هم ملاقات وكړو ۔ دواړو لارښودو د پاک یو اے اي دوه اړخيزه اړيكو لا مستحکمولو او د شريكې ګتې څانګو كښې د همكارۍ زياتولو د عزم پخلے وكړو ۔ داخله وزير محسن نقوي ووئېل د متحدہ عرب امارات جدید پولیسنګ نظام نه ګته پورته كولو لپاره ایکسچینج پروګرامز ډېر سود مند به ثابت شي ۔ ملاقات كښې د آن لائن ترهه ګرۍ او د ټیرر فنانسنګ مخ نيوي لپاره په يوه جامع او شريكه تګلاره مرتب کولو اتفاق وكړے شو ۔ محسن نقوي د روانډا خپل هم منصب ډاکټر ونسنټ هیروټا سره هم ملاقات وكړو چې پكښې د شرېكې خوښې په وده خبرې وشوې ۔ دواړو داخله وزيرانو د کوآرډینیشن ښه كولو لپاره د سمدستي فوکل پرسن مقررولو پرېكړه وكړه۔ ډاکټر ونسنټ بیروټا د پاکستانو ادارو سره د همكارۍ زياتولو خواهش څرګند كړو۔ د اے سي سي چیئرمین په حېث محسن نقوي د ادارې د هیډ کوارټر دورہ وكړه او د هغه ځائے د چارو يې جاج واغست۔ ورلډ ګورنمنټس سمټ كښې د ګردې نړۍ قائدین او نړيوالو پوهانو ګدون وكړو چرته چې د پاکستان نمائندګي کولو سره داخله وزير په نړيوالو چیلنجونو خبرې وكړې ۔

مزید خبریں