د قومي اسمبلۍ غونډه د ګل ورځې 9 فرورۍ تر ماښام 5 بجو وځنډولې شوه

اسلام آباد۔6 فروری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ غونډه د ګل ورځې 9 فرورۍ تر ماښام 5 بجو وځنډولې شوه۔ د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د انجم عقيل خان د پام ګرځونې نوټس وړاندې كېدل وو چې په دغه مهال عاليه كامران كورم په ګوته كړو۔ د شمېرې په نتيجه كښې د كورم په نه بشپړ كېدو دوهم سپيكر سيد غلام مصطفی شاه غونډه وځنډوله۔ …

اسلام آباد۔6 فروری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ غونډه د ګل ورځې 9 فرورۍ تر ماښام 5 بجو وځنډولې شوه۔ د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د انجم عقيل خان د پام ګرځونې نوټس وړاندې كېدل وو چې په دغه مهال عاليه كامران كورم په ګوته كړو۔ د شمېرې په نتيجه كښې د كورم په نه بشپړ كېدو دوهم سپيكر سيد غلام مصطفی شاه غونډه وځنډوله۔ غونډه چې څه مهال يو وارې بيا پېل شوه نو سپيكر د شمېرې هدايت وكړو۔ د غړو د مطلوبه شمېرې يو وارې بيا په نه رامخې ته كېدو دوهم سپيكر غونډه د ګل ورځې 9 فرورۍ تر 5 بجو وځنډوله۔ د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د درې بلونو منظوري وركړې شوه او دوه بلونه او يو د قائمه كمېټۍ رپورټ ايوان ته وړاندے كړے شو۔

مزید خبریں