پېنډۍ ۔ 6 فروری(اے پی پی) امنيتي ځواكونو په خيبر پښتونخوا كښې په دوه بيلو كارروائيو كښې د هندي پراكسي 24 خارجيان وژلي۔ د آئي اېس پي آر له مخې په 4 او 5 فرورۍ 2026 د خوارجو د موجودګۍ په اطلاع امنيتي ځواكونو په اوركزۍ ضلع كښې انټېلي جنس بېسډ آپرېشن وكړو۔ د آپرېشن په مهال امنيتي ځواكونو د خوارجو ځايونه په نخښه كړل او د ډزو تبادلې په …
امنيتي ځواكونو خيبر پښتونخوا كښې دوه بيلو كارروائيو كښې د هندي پراكسي 24 خارجيان ووژل : آئي ايس پي آر

مزید خبریں
پېنډۍ ۔ 6 فروری(اے پی پی) امنيتي ځواكونو په خيبر پښتونخوا كښې په دوه بيلو كارروائيو كښې د هندي پراكسي 24 خارجيان وژلي۔ د آئي اېس پي آر له مخې په 4 او 5 فرورۍ 2026 د خوارجو د موجودګۍ په اطلاع امنيتي ځواكونو په اوركزۍ ضلع كښې انټېلي جنس بېسډ آپرېشن وكړو۔ د آپرېشن په مهال امنيتي ځواكونو د خوارجو ځايونه په نخښه كړل او د ډزو تبادلې په نتيجه كښې 14 خارجيان ووژل شول۔ امنتي ځواكونو دويم انټېلی جنس آپرېشن په خېبر ضلع كښې وكړو په كوم كښې چې د ډزو په تبادله كښې 10 خارجيان ووژل شول۔ په سيمه كښې د هند په سرپرستۍ كښې د كوم هم خارجي ختمولو له کلیئرنس آپرېشنز روان دي۔ د نېشنل اېکشن پلان فېډرل اېپکس کمېټۍ لخوا د منظور شوي وژن “عزمِ استحکام” لاندې د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ وونكو ادارو لخوا د ترهګرۍ په ضد دا كمپائن به بشپړ قوت سره روان ساتلے شي دغسې چې هېواد څخه په بهرنۍ مرسته روانه ترهګري په بشپړ ډول ختمه كړې شي۔










