واشنګټن۔ 5 فروري۔(اے پي پي) د امرېكې نائب صدر جے ډي هنس وئېلي دي صدر ټرمپ بيا بيا په دې خبره زور راوړے دے چې ايران ته د اتومي وسلې تر لاسه كولو اجازه نشي وركړې كېدې۔ د العربيه تر مخه هغه واضحه كړه چې دا فائل د امرېكې لپاره د رېډ لائن حېثيت لري ۔ خپله مركه كښې هغه ووئېل د ټرمپ انتظاميې د ايران سره سفارتي لاره روانه …
د ايران اتومي وسلو نه مخ نيوي ته امريكا وړومبۍ پام لرنه كوي ٬ جے ډي وينس

مزید خبریں
واشنګټن۔ 5 فروري۔(اے پي پي) د امرېكې نائب صدر جے ډي هنس وئېلي دي صدر ټرمپ بيا بيا په دې خبره زور راوړے دے چې ايران ته د اتومي وسلې تر لاسه كولو اجازه نشي وركړې كېدې۔ د العربيه تر مخه هغه واضحه كړه چې دا فائل د امرېكې لپاره د رېډ لائن حېثيت لري ۔ خپله مركه كښې هغه ووئېل د ټرمپ انتظاميې د ايران سره سفارتي لاره روانه ساتلې ده خو د دغې سره سره د پوځي آپرېشن وړاندېز هم په مېز پروت دے۔ هغه ووئېل په اوسني پراؤ كښې د امرېكې ټوله پام لرنه د دې خبرې باروي كولو ته ده چې ايران اتومي وسلې تر لاسه نه كړي ۔ د جے ډي وينس وېنا ده د ډونلډ ټرمپ په اقتدار كښې تهران ته به ايټم بم نه تر لاسه كېږي ۔ د امرېكې نائب صدر اشاره وركړه چې واشنګټن دې خبرې ته پام كوي چې په ايران كښې بدلون پخپله د هغې ځائے خلق راولي۔ هغه دې پلو هم اشاره وكړه چې په ايران كښې د سپريم ليډر علي خامنه اي په مشرۍ كښې د كار كونكې سياسي نظام د نوعيت په سبب سفارتي خبرې اترې ډېرې ګرانې دي۔ هغه ووئېل دغه يو داسې هېواد دے د كوم سره چې سفارتكاي ډېره عجيبه ده ځكه چې تاسو د هغه كس سره نېغ په نېغه خبرې نشې كولې څوك چې هېواد چلوي ۔ دا صورتحال هر څيز پېچلے او لا يعني جوړوي ۔ هغه موزانه كولو سره ووئېل چې صدر ټرمپ د روس ٬ چين يا شمالي كوريا مشرانو سره په فون خبرې نيغ په نيغه كولې شي۔








