اسلام آباد ۔ 5 فروري(اے پي پي) د كشمير يو والي ورځ په موقع د زيارت په ورځ نن په كوهاله پل يوه خاص دستوره وشوه چې پكښې ګدون كوونكو د يووالي څرګندونې لپاره د انساني لاسونو زنځير جوړ كړو او د كشميريانو سره د مرستې يې پخلے وكړو۔ په دستوره كښې قامي بېرغ هسك كړے شو او قامي سرود وغږولې شو٬ په دستوره كښې اعلې چارواكو ٬ د كميونټي …
كشميريانو سره د يو والي څرګندونې لپاره په كوهاله پل د انساني لاسونو زنځير جوړ كړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 5 فروري(اے پي پي) د كشمير يو والي ورځ په موقع د زيارت په ورځ نن په كوهاله پل يوه خاص دستوره وشوه چې پكښې ګدون كوونكو د يووالي څرګندونې لپاره د انساني لاسونو زنځير جوړ كړو او د كشميريانو سره د مرستې يې پخلے وكړو۔ په دستوره كښې قامي بېرغ هسك كړے شو او قامي سرود وغږولې شو٬ په دستوره كښې اعلې چارواكو ٬ د كميونټي استازو او وګرو په زړه پورې ګدون وكړو۔ په دې مهال ګدون كوونكو ووئېل د نن دا اجتماع د كشميريانو سره د اتحاد علامت ده او د دې مقصد د كشمير مسئله په قامي او نړيواله كچه رامخې ته كول دي۔ دستورې ته خطاب كښې وېنا كوونكو د كشميري اولس د پاكستان لخوا د اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي مرستې روانې ساتلو لپاره د عزم پخلے وكړو او د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو تر مخه د كشمير شخړې په امناك حل زور راوړو ۔ د دستورې په پېل كښې بېګلې وغږولې شوې او ګدون كوونكو د كشمير شخرې څخه ځپلو ته بېر زوئنې وړاندې كولو لپاره د يوې دقيقي خاموشي اختيار كړه۔










