كشميريانو ته د دوي د خود اراديت حق وركول د نړۍ قامونو وړومبۍ ذمه واري ده ٬ د كشمير يو والي ورځ په موقع د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان پېغام

اسلام آباد ۔5 فروري (اے پي پي) 5 فروري د كشمير يو والي ورځ په موقع د مواصلات وفاقي وزير او د استحكام پارټۍ صدر عبدالعليم خان خپل خاص پېغام كښې وئېلي دي كشميريانو ته د خود اراديت خپل حق وركول د نړۍ د قامونو وړومبۍ ذمه واري ده٬ نن پاك پوځ ټول قام او ادارې د كشميريانو سره ولاړې دي ۔ د مواصلات وزارت نه نن د زيارت په …

اسلام آباد ۔5 فروري (اے پي پي) 5 فروري د كشمير يو والي ورځ په موقع د مواصلات وفاقي وزير او د استحكام پارټۍ صدر عبدالعليم خان خپل خاص پېغام كښې وئېلي دي كشميريانو ته د خود اراديت خپل حق وركول د نړۍ د قامونو وړومبۍ ذمه واري ده٬ نن پاك پوځ ټول قام او ادارې د كشميريانو سره ولاړې دي ۔ د مواصلات وزارت نه نن د زيارت په ورځ جاري بيان تر مخه ده ووئېل د كشمير سيمې تقدير به كشميريان ورونړه خوېندې پخپله ليكي ۔ ده ووئېل د پاكستاني قام په 5 فرورۍ د شكميريانو سره د يو والي څرګندونه د قامي سوچ عكاسي كوي ٬ د غاصب هند تسلط نه وړاندې تسليم كړے شوے او نه به بيا تسليم كړے شي۔ وفاقي وزير او د آئې پي پي صدر ووئېل د كشميريانو د حقونو لپاره پرله پسې غږ پورته كوو ٬ د ملګرو ملتونو قراردادونو تر مخه د شكمير مسئلې حل بس په منطقه كشې د امن ضمانت دے۔ ده ووئېل د مودي شر خوښي او حريص سوچ منطقه عمر له د ناامني سره مخ كړې ٬ فتنه خوښي ګاونډي د لوبو په مېدان كښې هن د كركې او فساد تخم وكرلو۔ ده ووئېل بنګله دېش هند ته په آئينه ښودلو د مېچونو نه بائيكاټ وكړو۔

مزید خبریں