د كشمير يو والي ورځ په موقع د دفاع وزارت د اړخه بيلې دستورې وشوې

اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی) د كشمير يو والي ورځ په موقع د دفاع وزارت د اړخه بيلې دستورې شوې چې مقصد يې د كشميريانو د خپلواكۍ حق منصفانه هلو ځلو لپاره د پاكستان د غېر متزلزل حمايت پخلې كول و۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف په دې موقع په خپل پیغام كښې د كشميريانو د خپلواكۍ حق منصفانه هلو ځلو لپاره د پاكستان د كلك عزم پخلې …

اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی) د كشمير يو والي ورځ په موقع د دفاع وزارت د اړخه بيلې دستورې شوې چې مقصد يې د كشميريانو د خپلواكۍ حق منصفانه هلو ځلو لپاره د پاكستان د غېر متزلزل حمايت پخلې كول و۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف په دې موقع په خپل پیغام كښې د كشميريانو د خپلواكۍ حق منصفانه هلو ځلو لپاره د پاكستان د كلك عزم پخلې كولو سره وئېلي دي چې د پاكستان قوم به د كشميريانو سره د هغوي په جائز هلو ځلو كښې ولاړ وي۔ده په دې خبره زور راوړو چې سوئېلي آسيا كښې د امن انحصار د جمو كشمير مسئلې منصفانه حل سره تړلې دې۔بايد د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو او كشميريانو خواهشاتو له مخې دا مسئله حل شي۔د دستورو په سلسله كښې د دفاع سېكرټري لېفټيننټ جنرال محمد علي هلال امتياز په رهنمائۍ كښې د دفاع وزارت د سيوري لاندې د يو والي دوه واكس شوې دي٬يو واك د دفاع وزارت په خوا كښې شوې دغسې دوهم واك كشمير افيئر ډويژن د سيوري لاندې ډي چوك كښې مركزي لاريون كښې شامل شوې۔د دفاع وزارت افسرانو عملې په دغه واكس كښې ګډون كولو سره د كشميريانو سره د يو والي څرګندونه كړی او د هغوي قربانو ته پيرزوئنې وړاندې شوې دي۔

مزید خبریں