نوم پنه 05 فروری (اے پی پی)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د كمبوډيا د قومي اسمبلۍ صدر سامديچ مهاراتسا فيټهيكا تهيپادئي خوون سوډاري سره ملاقات كړې٬په دې مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكو قوي كولو لوظ پخلې شوې۔د سينيټ سېكرټرېټ له مخې د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پاكستان حكومت او اولس د اړخه د كمبوډيا قومي اسمبلۍ او قيادت لپاره د نيكو هيلو …
د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د كمبوډيا د قومي اسمبلۍ صدر سره ملاقات٬ګڼ اړخيزه مرستې او شريكو رابطو ته د ودې وركولو پخلې

مزید خبریں
نوم پنه 05 فروری (اے پی پی)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د كمبوډيا د قومي اسمبلۍ صدر سامديچ مهاراتسا فيټهيكا تهيپادئي خوون سوډاري سره ملاقات كړې٬په دې مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكو قوي كولو لوظ پخلې شوې۔د سينيټ سېكرټرېټ له مخې د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پاكستان حكومت او اولس د اړخه د كمبوډيا قومي اسمبلۍ او قيادت لپاره د نيكو هيلو او خېرسګالۍ جذبو څرګندونه وكړه۔ده سامديچ مهاراتسا فيټهيكا تهيپادئي خوون سوډاري له د قامي اسمبلۍ وړومبۍ ميرمن صدر په منتخب كېدو مباركي وركولو سره دا د صنفي مساوات او شموليتي قيادت ودې مهمه كاميابي وګرځوله۔سيد يوسف رضا ګيلاني د كمبوډيا قيادت او اولس له په سماجي او اقتصادي پرمختګ او سياسي استحكام مباركي وركولو سره ووئيل د پاكستان او كمبوډيا اړيكو په شريك احترام٬شريكو ګټو او ګڼ اړخيزه فورم په نزدې مرسته اډانه دي۔ده سيمه ايزې مرستې او پارليماني سفارتكارۍ كښې د كمبوډيا كردار وستائېلو او د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ركنيت لپاره يې د پاكستان په حمايت مننه وكړه۔په پارليماني مرسته زور راوړولو سره د سينيټ چيئرمېن د پارليماني فرينډ شپ ګروپس او بين الپارليماني فورمز لا مستحكم كولو د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔په ملاقات كښې ډلو دم تجارت٬سرمايه كارۍ٬ماحولياتي بدلون مخ نيوي٬دفاعي مكالمې٬اولسي رابطو٬كلتوري سفارتكارۍ په څانګو كښې مرستې زياتولو ته اتفاق وكړو۔د سينيټ چيئرمېن د كمبوډيا سره دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو د باكستان د كلك عزم پخلې وكړو۔په دې موقع د سينيټ چيئرمېن سره سينيټر ډاكټر زرقا سهر وردي تيمور٬سينيټر عابد شير علي٬سينيټر ضمير حسېن ګهمر او د سينيټ چيئرمېن صلاحكار او د انټر پارليماني سفيرانو كنفرنس سفير مصباح كر هم موجود و










