اسلام آباد/کراچۍ 05 فروري (اے پي پي)هيډ کوارټرز پاکستان ایئرپورټس اتھارټی په سپارښتنه د ټول هېواد په هوائي ميدانونو د كشمير يووالي ورځ لمانځلے شوي چې مقصد ئې د هند غیر قانونیِ قبضه كښې جموں و کشمیر اولس سره د يووالي څرګندونه او د هغوي د خپلواكۍ حق منصفانه هلو ځلو حمایت پخلے كول وو۔د پاکستان ایئرپورټس اتھارټي وياند له مخې په دې موقع د هوائي ميدانونو په ټرمینل كښې …
د ټول پاكستان په وائي ميدانونو د كشمير يووالي ورځ ولمانځلے شوه، د آزادۍ هلو ځلو په اړه پمفلټس وركړ شول

مزید خبریں
اسلام آباد/کراچۍ 05 فروري (اے پي پي)هيډ کوارټرز پاکستان ایئرپورټس اتھارټی په سپارښتنه د ټول هېواد په هوائي ميدانونو د كشمير يووالي ورځ لمانځلے شوي چې مقصد ئې د هند غیر قانونیِ قبضه كښې جموں و کشمیر اولس سره د يووالي څرګندونه او د هغوي د خپلواكۍ حق منصفانه هلو ځلو حمایت پخلے كول وو۔د پاکستان ایئرپورټس اتھارټي وياند له مخې په دې موقع د هوائي ميدانونو په ټرمینل كښې دننه او بهر ، هوائي ميدانونو ته تلونكو سړكونو د کشمیر بيرغ او بینري لګولې شوي۔د كشميريانو هلي ځلي او قربانۍ رامخې ته كولو په اړه نغمے او دستاویزی ویډیوز د هوائي ميدانونو په سکرینز نشر کړې شوي۔مسافرو كښې د كشمير يووالي ورځ اهميت او كشميريانو هلو ځلو څخه خبرولو لپاره پمفلټس او معلوماتی مواد هم وركړې شوي۔










