اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی) د ازبكستان صدر شوكت مرزائيوف د پاكستان په دوه ورځنۍ دوره اسلام آباد ته رارسېدلې۔صدر مملكت آصف علي زرداري او وزيراعظم محمد شهباز شريف په نور خان ايئر بيس د ازبكستان صدر تود هركلے وكړو۔په دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ او خاص مرستيال هارون اختر هم موجود وو۔د ازبكستان صدر چې كله د خصوصي الوتكې څخه رابهر …
د ازبكستان صدر شوكت مرزائيوف د پاكستان په دوه ورځنۍ دوره اسلام آباد ته راورسېد

مزید خبریں
اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی) د ازبكستان صدر شوكت مرزائيوف د پاكستان په دوه ورځنۍ دوره اسلام آباد ته رارسېدلې۔صدر مملكت آصف علي زرداري او وزيراعظم محمد شهباز شريف په نور خان ايئر بيس د ازبكستان صدر تود هركلے وكړو۔په دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ او خاص مرستيال هارون اختر هم موجود وو۔د ازبكستان صدر چې كله د خصوصي الوتكې څخه رابهر شو نو صدر مملكت آصف علي زرداري او وزيراعظم محمد شهباز شريف د هغه هركلے وكړو او هغه سره يې ستړې مشي وكړل۔وزيراعظم د هغه سره د ښه جملو تبادله وشوه۔په دې موقع د ازبكستان صدر ته د 21 توپو سلامي وشوه دغسې په روايتي لباس كښې ماشومانو هغه ته ګلدستې وړاندې كړی۔د دواړو هېوادونو قومي بيرغ پورته كولو سره ماشومانو د هغه هركلے وكړو۔وزيراعظم د كابينې غړو سره معزز ميلمه معارفي كړو۔










