پینډي 05 فروری (اے پی پی)سكيورټي فورسز په بلوچستان كښې عمليات ردالفتنه 1 كاميابۍ سره بشپړ كړي۔په انټيلي جنس بيسډ اډانه دې كاروائۍ په مهال 216 ترهه ګر وژلو سره د دښمن كمانډ اينډ كنټرول سسټم مفلوج كړې شوې٬دا عمليات د فتنه الهندوستان د اړخه د صوبې امن او پرمختيائي پروژو ته د زيان رسولو منظم سازشونو په سبب يو كوټلې او غاښ ماتونكې ځواب دے۔دې عملياتو په مهال يو …
په بلوچستان كښې عمليات ردالفتنه 1 بشپړ شو٬د هند په سرپرستۍ كښې 216 ترهه ګر ووژل شول

مزید خبریں
پینډي 05 فروری (اے پی پی)سكيورټي فورسز په بلوچستان كښې عمليات ردالفتنه 1 كاميابۍ سره بشپړ كړي۔په انټيلي جنس بيسډ اډانه دې كاروائۍ په مهال 216 ترهه ګر وژلو سره د دښمن كمانډ اينډ كنټرول سسټم مفلوج كړې شوې٬دا عمليات د فتنه الهندوستان د اړخه د صوبې امن او پرمختيائي پروژو ته د زيان رسولو منظم سازشونو په سبب يو كوټلې او غاښ ماتونكې ځواب دے۔دې عملياتو په مهال يو پلو د ترهه ګرو سليپر سيلز ختم شوې دغسې دا د رياست د دې عزم عكاسي هم ده چې د هېواد سلامتيا او د وګړو په تحفظ به سمجهوته نشي كولې۔د آئي اېس پي آر له مخې په 29 جنوري 2026 ضلع پنجګور او هرنائي خوا او شاه سيمو كښې د معتبر اطلاعاتو په بنياد عمليات پېل شوي چرته چې د ترهه ګرو موجودګۍ سره ځايې آبادۍ ته خطر و۔سكيورټي فورسز د ترهه ګرو پټن ځايونه په نښه كړي چې په نتيجه كښې د هند پراكسي نيټ ورك 41 ترهه ګر وژل شوي۔سكيورټي فورسز د بلوچستان امن غېر مستحكم كولو لپاره د فتنه الهندوستان هڅې ناكامه كړي۔د دې په تسلسل كښې د ترهه ګرو سليپر سيلز ختمولو لپاره په ګڼو سيمو كښې كومبنګ او د كليئرنس عملياتو دائره پراخا شوې۔عمليات ردالفتنه 1 په مهال سكيورټي فورسز او قانون نافذ كونكو ادارو د خفيه ايجنسو په مرسته بشپړه ځواب وركړې٬په دې كاروائيو كښې په مجموعي توګه 216 ترهه ګر وژل شوي د كومو څخه چې وسله او توكي هم برآمد شوي۔د ابتدائي تجزيې له مخې دغه انتهاخوښو ته ترلاسه منظم بهرنې معاونت او لاجسټك مرستې شواهد هم ترلاسه شوي٬په دې مهال د ميرمنو او ماشومانو پشمول 36 بې ګناه وګړي شهيدان شوي دغسې د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كونكو ادارو 22 ځوانان هم شهيدان شوي۔ټول قوم د شهيدانو قربانو ته سلام كوي او د هغوي د كورنيو سره ولاړ دے۔










