د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د چين سفير جيانګ زي ډونګ وليدل٬په بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ د اوسنو بريدونو غندنه او ځپليو كورنيو سره د يو والي څرګندونه

اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د چين سفير جيانګ زي ډونګ ملاقات كړې۔په دې مهال په بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ د اوسنو بريدونو غندنه او ځپليو كورنيو سره د يو والي څرګندونه شوې۔په ملاقات كښې د ترهه ګرۍ مخ نيوي پشمول په داخلي سلامتيا او امنيتي مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې دغسې انټلي جنس شيئرنګ او سائبر كرائمز په …

اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د چين سفير جيانګ زي ډونګ ملاقات كړې۔په دې مهال په بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ د اوسنو بريدونو غندنه او ځپليو كورنيو سره د يو والي څرګندونه شوې۔په ملاقات كښې د ترهه ګرۍ مخ نيوي پشمول په داخلي سلامتيا او امنيتي مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې دغسې انټلي جنس شيئرنګ او سائبر كرائمز په څانګو كښې مرستې زياتولو ته اتفاق شوې۔د چين سفير ووئيل په دې سخت وخت كښې د ځپليو سره د يو والي څرګندونه كوو٬چين د هر ډول ترهه ګرۍ غندنه كوي او مونږ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان سره ولاړ يو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل په بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ منظم او ترسره شوې منصوبې ترمخه سكيورټي فورسز په وخت او كوټلې رسپانس وركړې۔ده ووئيل د چين سفير ته د چينائي وګړو او د هغوي د پراجيكټس حفاظت په اړه په اقداماتو بريفنګ وركړو۔دواړو لارښودو د پاك چين ستراتيژيكي شراكتدارۍ لا قوي كولو د عزم پخلې وكړو او د چين سفير د خپلو وګړو امنيت په اړه په اقداماتو مننه وكړه٬محسن نقوي هم د چين د اړخه په هره موقع په حمايت د سفير مننه وكړه۔

مزید خبریں