وزيراعظم شهباز شريف د ردالفتنه 1 په كاميابۍ د سكيورټي فورسز اهلكارو او پاك پوځ قيادت ته پيرزوئنې وړاندې كړی

اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د فتنه الهندوستان د اړخه د بلوچستان امن ته زيان رسولو ناوړه عزائم ناكامه كولو كښې د سكيورټي فورسز عمليات ردالفتنه 1 په كاميابۍ د سكيورټي فورسز اهلكارو او پاك پوځ قيادت ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د عملياتو په مهال د …

اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د فتنه الهندوستان د اړخه د بلوچستان امن ته زيان رسولو ناوړه عزائم ناكامه كولو كښې د سكيورټي فورسز عمليات ردالفتنه 1 په كاميابۍ د سكيورټي فورسز اهلكارو او پاك پوځ قيادت ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د عملياتو په مهال د بلوچستان د امن او پرمختګ دښمنانو ملا ماتولو او په مجموعي توګه 216 ترهه ګر په وژلو امنيتي ځواكونو پيشه وره صلاحيتونه وستائېل۔وزيراعظم شهباز شريف د ترهه ګرو د بې ګناه وګړو په ضد د كاروائيو په مهال د ميرمنو ماشومانو پشمول د 36 كسانو په شهادت د غم دړد څرګندونه او د هېواد حفاظت لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركونكو 22 سكيورټي اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ده ووئيل قوم به د خپلو شهيدانو قرباني هيره نه كړي۔ترهه ګر بې ګناه وګړي په نښه كولو سره د بلوچستان امن ته زيان رسولو ناوړه عزائم به ناكامه كولې شي۔وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د بلوچستان بې ګناه وګړي په نښه كولو سره ترهه ګرو دا ثابته كړې چې هغوي د بلوچستان د پرمختګ او څوكالۍ دښمنان دي۔د ترهه ګرۍ لعنت د هېواد څخه تر بشپړه خاتمې به جنګ روان وي۔د هېواد حفاظت لپاره ټول قوم د پاك پوځ سره ولاړ دے۔

مزید خبریں